لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان په مکین کې کرفیو یا گرځبندیز ختم کړی شوی دی


مکین ته په گڼه شمیره کې خلک د اختر په موقع د سیل دپاره ورځي، هلته خېمې ولگوي، ورځې شپې تیروي او اتڼونه او خوشحالي کوي
مکین ته په گڼه شمیره کې خلک د اختر په موقع د سیل دپاره ورځي، هلته خېمې ولگوي، ورځې شپې تیروي او اتڼونه او خوشحالي کوي

د خېبرپښتونخوا د جنوبي وزیرستان ضلعې په مکین کې ځايي چارواکو د اتوار، یکشنبې، په ورځ لگول شوي کرفیو یا گرځبندیز ختم کړو خو په سیمه کې په سیاسي جلوسو او غونډو پابندي پرځای ده.

مکین ته په گڼه شمیره کې خلک د اختر په موقع د سیل دپاره ورځي، هلته خېمې ولگوي، ورځې شپې تیروي او اتڼونه او خوشحالي کوي.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ هم مکین ته د خلکو د تگ لړۍ روانه وه خو د امنیتي ځواکونو په چېک پوسټونو د اږدو قطارونو او انتظار ورسته خلکو د پوځ خلاف نعره بازې شروع کړه او د پښتون ژغورنې غورځنگ د پلویانو په څېر شعارونه یې پورته کول.

یو امنیتي چارواکي د نوم نه څرگندولو په شرط وي او ای ډیوه ته وویل چې خلکو د راپاریدو ورسته د صورتحال قابو کولو دپاره په میکن کرفیو ولگول شوه.

د څو گټنو ورسته گرځبندیز ختم کړی شو او مکین ته د خلک دپاره لارې پرانیستل شوې.

خو په سیمه کې د قانون د ١۴۴ مادې د لاندې په سیاسي جلسو او غونډو پابندي پرځای ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG