لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وبا کې بهر مېشتو پاکستانیانو هیواد ته ډېرې پېسې لیږلي خو څیړونکي پرې اندېښمن دي


د پاکستان مرکزي بنک ویلي دي چې د کرونا وبا په وخت په بهر هېوادونو کې مېشت پاکستانیانو لخوا هېواد ته د پېسو په رالېږلو کې ۶.۴ فیصده اضافه شوې ده.

د پاکستان مرکزي بنک سټېټ بنک مطبوعاتو ته په ورکړی شوي بیان کې ویلي، بهرمېشتوپاکستانیانو د مارچ نه تر جون پورې څلورو میاشتو کې په مجموعي توګه ۲۳.۱۲ اربه ډالرې رالېږلي دي.

د پاکستان اقتصادي کارپوهان وايي، د ددې هېواد په معیشت کې په بهر ملکونو کې د اوسېدونکو پاکستانیانو د لېږلی شوو پېسو ډېر اهم رول دی.

سټېټ بنک ویلي دي چې د روان کال جون په میاشت کې پاکستانیانو ۲.۴۷اربه ډالره راستولي اوزیاتوي تېرکال (۲۰۱۹) د جون په میاشت کې یې ۱.۶۴ اربه ډالرې رالېږلی وې.

بیان کې ویلي شوي چې د سعودي عرب نه ۶۱۰ میلینه ډالره، امریکا نه ۴۵۰ میلینه ډالره، عرب اماراتو نه ۴۳۰ او د برتانیې نه ۴۰۰ میلینه ډالرې هېواد ته استول شوي دي.

مرکزي بنک په خاصا توګه د جون په میاشت کې په ترسیلات زر کې د اضافې علت په یو شمېر هېوادونو کې په لاک ډاون کې راوستې شوې نرمي او اقتصادي هلو ځلو کې زیاتوالې ښودلی دی.

که څه هم سټېټ بنک د بهر هېوادونو نه د زیاتو پېسو راستولو علت دا ښودلی چې بهر هېوادونو کې مېشته وګړو په کرونا وبا کې د خپلو خپلوانو سره د مرستې په خاطر زیاتې پېسې رالېږلي دي او بله داچې د پاکستان حکومت په دغه پېسو رعایتونه ورکړي دي.

اسلام اباد کې د اقتصادي چارو څېړونکی پروفېسر معراج الحق بیا ددې نور اړخونه په ګوته کوي او وايي چې کرونا وبا د ټولې نړۍ اقتصاد په بده توګه اغېزمن کړی او بېروزګاري زیاته شوې نو بیا ددې حالاتو او تېر تاریخ په رڼا کې د بهر مېشتو پاکستانیانو لخوا هېواد ته د زیاتو پېسو رالېږلو عمل د اقتصاد لپاره د ښه په ځای بد اړخ زیات لري.

پروفېسرمعراج الحق ډیوه ته وویل چې کله کال ۲۰۰۸ کې په ټوله نړۍ اقتصادي د بحران سر مخ شوهنو عرب هېوادونو کې د دغې بحران له وجې په لکونو پاکستانیان هم بېروزګاره شول او وطن ته راغلل.

نوموړی زیاتوي، هغه وخت په سعودي عرب او نورو عرب هېوادونو کې پاکستانیانو په دغه ملکونوکې خپلې اثاثې خرڅې کړې او د دې سره یې ټولې پېسې هېواد ته انتقال کړلی. هغه وخت هم د څه وخت د پاره بهرنیو پېسو په اکاونټ کې اضافه شوې وه خو وروسته بیا په بهرنیو ترسیلاتو کې ډېر کمې لیدل شوې وو.

پروفېسر معراج الحق وايي ده ته ښکاري دا یو وارې بیا هم هغه رنګه حالات جوړېدونکي دي، خلک د بهرنه خپلې ټولې پېسې رالېږي او هېواد ته بېرته راروان دي.

ښاغلی معراج وايي کتلی به شي که په نړۍ کې د کرونا وبا وروسته معیشتونه زر سم شول نو دا به د پاکستان د معیشت لپاره ښه خبره وي خو که اقتصادي بحران جوړ او اوږد شو نو بهرني ترسیلاتو کې کمې به د پاکستان معیشت ته زیان واړوي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG