لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روان مالي کال په لومړو درېو مياشتو کې په پاکستان کې بهرنۍ پانګونې 47 فيصده کمې شوي


سټېټ بېنک وايي، د روان مالي کال د ستمبر په میاشت کې د اګست په مقابله کې سرمايه کاري 24 فيصده راکمه شوې ده، چې پکې د چين، امریکې، او برتانيې لخوا کمه سرمايه کاري ښايي خو د روان مالي کال په لومړو درېو میاشتو کې د متحده عرب اماراتو لخوا زياتې پانګونې شوي دي
سټېټ بېنک وايي، د روان مالي کال د ستمبر په میاشت کې د اګست په مقابله کې سرمايه کاري 24 فيصده راکمه شوې ده، چې پکې د چين، امریکې، او برتانيې لخوا کمه سرمايه کاري ښايي خو د روان مالي کال په لومړو درېو میاشتو کې د متحده عرب اماراتو لخوا زياتې پانګونې شوي دي

د پاکستان مرکزی بېنک [سټېټ بېنک] وايي، د روان مالي کال 2022/23 د جولايۍ نه ستمبر په درېو مياشتو کې نېغ په نېغه غېر ملکي پانګونې 47 فيصده کمې شوي دي او د ستمبر په مياشت کې يواځې 110 ملينه ډالره سرمايه کاري شوې ده چې د تېر کال په دغه موده کې د 60 فيصده نه کمه ده.

د پېسو د غېرقانوني لېږدولو او د ترهګرۍ د مالي سرچینو د څار نړیوالې ادارې (اېف اې ټي اېف) پاکستان د خړ فهرست څخه بهر کړی دی، اقتصاد پوهان وايي دا د پاکستان دپاره يوه موقع ده چې ګټې ترې ترلاسه کړي.

د اقتصاد ماهر پروفېسر منظور علي وي او اې ډیوه ته وويل، سياسي بې ثباتي او حکومتي پاليسي د غېر ملکي پانګونو په وړاندې غټ خنډ دی.

"سياسي عدم استحکام، او حکومتي غېر واضحه پاليسي يوه بنيادي وجه ده، بله دا چې په پاکستان کې په تجارت خرڅونه زيات دي د بجلۍ او ګېس بيعې ګرانې دي او د حکومت لخوا چې کومه ماليه يا ټېکس اخستل کيږي نو سرمايه کار دې ته ګوري او د هغې په بنياد پانګونې کوي او زما په خیال دا اسانتياوې نشته".

سټېټ بېنک وايي، د روان مالي کال د ستمبر په میاشت کې د اګست په مقابله کې سرمايه کاري 24 فيصده راکمه شوې ده، چې پکې د چين، امریکې، او برتانيې لخوا کمه سرمايه کاري ښايي خو د روان مالي کال په لومړو درېو میاشتو کې د متحده عرب اماراتو لخوا زياتې پانګونې شوي دي.

د اقتصاد ماهر محمد فهیم وي او اې ډیوه ته وويل، په نړيواله کچه د کرونا وبا او په اوکراين د روس د جګړې له امله اقتصاد اغېزمن شوی او يورپ هم نه شي کولی چې په بل هېواد کې پانګونې وکړي او د سېلابونو له امله هم اډاڼه اغېزمنه شوې ده.

نوموړی وايي د اېف اې ټي اېف نه وتل د پاکستان دپاره ښه موقع ده،

"د خړ لسټ نه راوتل په دې کې هيڅ شک نشته چې د نړۍ اعتماد به بحال شي او بيا چې د اېف اې ټي اېف هېوادونه اووايي چې تاسو پانګونې کولی شئ او ستاسو پېسې به په ترهګرۍ کې نه کاريږي خو دا اوس په پاکستان ده چې د دې نه څنګه ګټې پورته کولی شي".

مرکزي بېنک وايي، د بهر هېوادونو څخه راغلو پانګونو کې د بجلۍ په برخه کې 49 فيصده اضافه شوې او د انفارمېشن ټېکنالوجۍ په برخه کې 75 فيصده کمی راغلی دی. د تيلو او ګېس په څانګه کې 70 فيصده او مالياتي کاروبارونو په مد کې 41 فيصده کمی شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG