لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: په چين کې د کرونا سېوا کېدو وروسته څارنه زياته کړی شوې


په پاکستان کې د سرکاري شمېرو ترمخه په تېر شوا روز کې په ملک کې د کرونا معلومولو دپاره 3062 معاینې شوي او په 12 کسانو کې د کرونا وايرس معلوم شوي دي
په پاکستان کې د سرکاري شمېرو ترمخه په تېر شوا روز کې په ملک کې د کرونا معلومولو دپاره 3062 معاینې شوي او په 12 کسانو کې د کرونا وايرس معلوم شوي دي

د نړۍ څو هيوادونو چې د چين څخه د ورتلونکو دپاره لازمي کړې کرونا به يې منفي وي، پاکستان وايې په خپلو هوايي اډو او ځمکنو لاريو يې هم څارنه زياته کړې ده.

اې اېف پي خبري ادارې ویلي، په چين کې چې د کرونا نوې څپه راغلې او پېښې سېوا شوي، امريکې، برتانیې، کېنېډا، اټلي، سپېن او جاپان سره په وروستیو کې اسټريليا هم ضروري کړې چې د چين څخه دغو هيوادونو ته د تلونکو به لومړی دا کتنه کيږي چې د کرونا معاينه يې منفي ده يا دغه تن په کرونا اخته نه دی.

په پاکستان کې د سرکاري شمېرو ترمخه په تېر شوا روز کې په ملک کې د کرونا معلومولو دپاره 3062 معاینې شوي او په 12 کسانو کې د کرونا وايرس معلوم شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې د ډاکټرانو د اتحاديې مشر ډاکټر اميرتاج وايي، کرونا وړاندې هم د چين څخه پېل شوې او خوره شوې وه، خلک په ګرده نړۍ کې ګرځي او اوس چې په چين کې کرونا بيا سر راپورته کړی د چين نه که هر ملک ته څوک ځي او په ځانګړي ډول پاکستان ته ، نو د چين څخه د کرونا تلو خطره نوره سېوا ده ځکه چې د چين او پاکستان نزدې اړيکې دي او د یو بل سره تګ راتګ زيات کوي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل په چین کې د کرونا کره شمېرې مخې ته نه راځي د صحت نړيواله اداره ترې بيا بيا دغه معلومات غواړي او داسې خبرونه مخې ته راځي چې په چين کې د کرونا او د دغه وايرس څخه د مړو کچه زياته ده.

نوموړي ډاکټر زياته کړه، اوس داسې ويل کيږي چې په وروستيو کې په چين کې کرونا ډېره په تېزۍ سره خوريږي ځکه په پاکستان کې هم ډېر احتياط پکار دی.

هغه وويل پکار ده چې چين د نورو ملکونو او نړۍ سره د کرونا په اړه کره معلومات شريک کړي.

په 24 دسمبر د پاکستان د صحت قامي ادارې ویلي وو خبرونه خپريږي چې د کرونا د نومي قسم خطره ده. خو ادارې ويلي وو داسې هیڅ خطره نشته په کلکه څارنه کيږي.

په خېبرپښتونخوا کې د کرونا د انتظام او څار د پروګرام صوبايي مشر ډاکټر نېک داد اپريدی وايي، په چين کې د کرونا د نوې څپې راتلو په تناظر کې په ملک کې د صحت مرکزي وزارت او د خېبرپښتونخوا حکومت لارښوونه کړې په هوايي اډو او تورخم ګامونه پورته کړی شوي او ټېسټونه کولی شي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل په پاکستان کې د کرونا بهرنی نوی قسم نه دی رپورټ شوی، نه په ملک کې او نه په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا صوبه کې.

هغه زیاته کړه صوبايي حکومت تياری نيولی او ټول روغتونونو چمتو کړی شوي دي، د هر چا ټېسټ کولی شي او د ټېسټونو سره دا هم کتلی شي چې په چا کې د کرونا کوم نوی قسم خو مخې ته نه دی راغلی نو تياريانې پوره نیول شوي دي.

په چين کې د کرونا د نوې څپې وروسته د صحت نړيوالې ادارې ويلي بيجنګ چې د وبا په اړه معلومات نه شريکوي احتياطي تدابير نيول مهم دي.

د چين صدر شي ژين پينګ په يوه اوونۍ کې په ملک کې د کرونا په اړه څرګندونې کړي او ويلي يې دي د خلکو د خوندي کولو دپاره د کلکو ګامونو په پورته کولو ټينګار کړی دی.

د اې اېف پي د خبر ترمخه د چين په یو اعشاريه څلور اربه ابادۍ کې د اتوار په ورځ 5000 نوې پېښې مخې ته راتلل ويل شوي او يو تن مړ شوی، خو دغه شمېرې د ځمکني حقيقت نه لرې ښودل کيږي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG