لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د ميزائيل کاميابه تجربه کړې


د روانې مياشتې په ۱۳م نېټه هم پاکستان د جوهري وسلې د وړلو صلاحيت لرونکي بيلسټک ميزائيل شاهين دوهم حتف ۶ کاميابه تجربه کړې وه .
د روانې مياشتې په ۱۳م نېټه هم پاکستان د جوهري وسلې د وړلو صلاحيت لرونکي بيلسټک ميزائيل شاهين دوهم حتف ۶ کاميابه تجربه کړې وه .

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانگې ائي اېس پي ار ترمخه پاکستان د بليسټک ميزائيل شاهين ون ای (حتف ۴) کاميابه تجربه کړی ده ، کوم چې د روايتي او جوهري وسلې وړلو صلاحيت لري .

د پاکستان لخوا په يوه اوونۍ کې دا دوهم ځل دی ، چې د بيلسټک ميزائيل تجرته يي وکړه .

د ائي اېس پي ار لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ، چې نن د گل په ورځ د شاهين ون ای (حتف ۴) ميزائيل کاميابه تجربه شوې ، او دغه ميزائيل د روايتي او جوهري وسلي سره په ۹۰۰کلوميټره فاصله کې د هدف په نخښه کلو صلاحيت لري .

د بيان ترمخه د ميزائيل تجربه په بحېره عرب کې شوې ، او د چارواکو په وينا د بيلسټک ميزائيل دغه تجربه د ميزائيل ټيکنالوجۍ د موجوده معيار او په تکنيکي اړخونو کې د غوره والي د جائزې دپاره شوې ده .

په دغه مهال د سمندري ځواکونود مشر اېډمرل محمد ذکاالله سره د اسټريټيجک پلان ډويژن مشر لفټننټ جنرال زبېرمحمود حيات ، او د پوځ د اسټريټيجک فورسز کمانډ د مشر لفټننټ جنرال عبېدالله خان او نور چارواکي ، سائنسدانان او انجينيران هم موجود وو .

ايډمرل ذکاالله سائنسدانانو او انجينيرانو ته د زيات دفاعي صلاحيت ترلاسه کولو او پېشه ورانه پوهې په اساس د کاميابې تجربې کولو مبارکي وئيلې ، او زياته کړې يې ده چې شاهين ون ای مقامي جوړ ميزائيل دی او په صحيح توگه د خپل هدف په نخښه کولو صلاحيت لري .

نوموړي په خطه کې د امن دپاره د پاکستان د عزم اعاده کړې او د اطمنان څرگندونه يي کړې چې د پاکستان ځواکونه د هر قسمه جارحيت د مخې نيولو توان لري .

د پاکستان صدر ممنون حسېن او وزيراعظم نوازشريف هم د ميزائيل په کاميابه تجربه سائنسدانانو او انجينيرانو سره پوځ ته مبارکي وئيلي ده .

له دې وړاندې تېره اوونۍ هم هم پاکستان د ۱۵۰۰ کلوميټره فاصله باندې د هدف په نخښه کولو او د جوهري وسلې د وړلو صلاحيت لرونکي بيلسټک ميزائيل شاهين دوهم حتف ۶ کاميابه تجربه کړې وه .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG