لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان له ځمکې په ځمکه د وار کوونکي بېلیسټک میزایل شاهین-۲ ازموینه کړې


پاکستان د ځمکې نه په ځمکه د وار کوونکي بیلسټک میزایل شاهین-۲ بریالۍ ازموینه کړې چې په دې ازموینه د هیواد صدر اؤ وزیراعظم ساینسدانانو اؤ انجنیرانو ته مبارکي ویلي ده.

د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې اي ایس پي آر ویلي ددې تربیتي چمتووالي ښودلو مقصد د ځواکونو د تربیت، د بېلابېلو تیکنیکي اړخونو د توثیق اؤ د مختلفو ذیلي نظامونو د کارکردګۍ ارزونه کول وؤ.

د پوځ په بیان کې ویل شوي چې په دې تاریخي کامیابۍ کې ساینسدانانو خپله مهمه برخه اچولې ده.

اي ایس پي آر ویلي د تربیتي لانچ مشاهده د سټریټجک پلانونو ډویژن، د پوځ سټریټجک فورسز کمانډ، ساینسدانانو اؤ د سټریټجک تنظیمونو انجینیرانو اؤ اؤ لوړ پوړو افسرانو کړې ده اؤ د سټریټجک پلانونو د ډویژن مشر یا ډایریکټر جنرل د ساینسدانانو تکنیکي صلاحیت، جذبه اؤ عزم ستایلی دی.

د پوځ بیان زیاتوي چې د هیواد صدر، وزیراعظم، د ګډو ځواکونو د کمیټې مشر اؤ پوځي مشرانو په دې کامیابه ازموینه ساینسدانانو ته مبارکي ویلې اؤ د هغوي صلاحیتونه یې ستایلي دي.

تر دې وړاندې په ۲۶م مارچ کال ۲۰۲۱م کې پاکستان د ځمکې نه په ځمکه د وار کوونکي اټومي توغندي شاهین ۱ ای بریالۍ ازموینه کړې وه اؤ پوځ ویلي وؤ چې دا میزایل تر۹۰۰ کلو میټره خپل هدف په نخښه کولی شي.

همدا شان په جون کال ۲۰۲۱م کې هم پاکستان د شاهین ۳ په نوم دیو بل اټومي توغندي بریالۍ ازموینه کړې وه.

پاکستان د بلیسټک میزایل شاهین ۲ دا تازه ازموینه په داسې حال کې کړې ده چې د دې هیواد چارواکي پخپله مني چې اقتصاد یې په خراب حالت کې دی اؤ خپل ضرورتونه د نورو هیوادونو اؤ نړیوالو مالیاتي ادارو نه په سود د پورونو ترلاسه کولو د لارې پوره کوي.

تېره اوونۍ د پاکستان مرکزي بېنک وېلي وؤ په مالي کال ۲۰۲۳-۲۴م کې په پاکستان ورپورې بهرنۍ قرضې د ۸۵ ټريليونه روپو رېکارډ کچې ته رسېدلې دي.

څېړونکي اؤ تعلمي ماهر ډاکتر جميل احمد چترالي وي او اې ډيوه ته په دې وروستیو کې ویلي، اوس د وسلو په ځائ د ټيکنالوجۍ او عقل په بنیاد جګړې کیږي او ډېر داسې څيزونه دي چې اوس په هغې کې پاکستان ته اصلاحات کول پکاري دي.

د ښاغلي چترالي په وینا، که چيرې اقتصادي بدحالي، د تعليم اؤ صحت څانګو کې مشکلات او بې روزګاري ختمول وي نو دا هرڅه به هلته کېږي "چې کله مونږ په امنيت کیدونکو خرچو ته بيا کتنه وکړو".

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG