لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تاجران: د حکومت د ژمنو باوجود د چینو بیعې نه دي کمې شوي


وي او ای ډيوه په دې اړه د خېبرپښتونخوا د زراعتو وزير محب الله سره د رابطې هڅه وکړه خو د هغوي له خوا هېڅ ځواب ورنکړل شو.
وي او ای ډيوه په دې اړه د خېبرپښتونخوا د زراعتو وزير محب الله سره د رابطې هڅه وکړه خو د هغوي له خوا هېڅ ځواب ورنکړل شو.

د پاکستان د حکومت د ژمنو او دعوو پرتله په خېبرپښتونخوا کې سوداګر وايي د چينو بيعې نه دي کمې شوي.

سوداګر وايي له بهر هېوادونو څخه راغوښتل شوي چيني لا هم مارکيټ ته نه دي رارسېدلي او دوی په مقامي توګه تيار شوي چيني خرڅوي چې بيعې يې لوړې دي.

د سوداګرو په وينا د يو من چينو بيعه ۵۳۰۰ روپۍ او د يو کلوګرام چينو بيعه د ۱۰۰ نه تر ۱۱۵ روپۍ ده.

د خېبرپښتونخوا په مردان ښار کې د توک سوداګر ارشد منان يوسفزی وايي د بهر نه راغلي چيني لا تر دوی نه دي رارسېدلي که راورسي نو د حکومت له خوا د يو کلوګرام چينو بيعه شاوخوا ۸۴ روپۍ ټاکل شوې ده.

له دې وړاندې حکومت اعلان کړی ؤ چې يو نيم لاک ټن چيني به د درامد کوولو (واردولو) اجازه ورکړل شوې ده چې ورسره به يې بيعې تر څه حده کمې شي.

په دې ورستيو کې د پېداوار مرکزي وزير حماد اظهر مطبوعاتو ته ويلي وو يو لاک ټن چيني هېواد ته رارسېدلې ده او د چينو په بيعه کې به د کلو په سر د ۱۵ نه تر ۲۰ روپو پورې کمی وشي.

نوموړي ويلي وو څلوېښت زره ټنه پنجاب ته لېږل شوې. دا چيني د پنجاب حکومت اخستې ده او په کمه بيعه به خلکو ته ورکول کېږي.

حماد اظهر ويلي وو په پنجاب کې د ګنو د چقوولو د وخت نه وړاندې شروع شوي د کوم وروستو چې به د چينو بيعې کمې شي.

وي او ای ډيوه په دې اړه د خېبرپښتونخوا د زراعتو وزير محب الله سره د رابطې هڅه وکړه خو د هغوي له خوا هېڅ ځواب ورنکړل شو.

پوهان وايي سږ کال د اګست په مياشت کې د روپۍ په مقابله کې ډالر ۱۶۸ روپۍ ته رسېدلی ؤ خو مرکزي حکومت وايي د روپۍ قدر اوس پياوړی دی او د روپۍ په مقابله کې د ډالر نرخ ۱۵۹ روپۍ ته راغلی دی خو بيا هم د دې اثر په عامو بيعو نه دي پرېوتي.

د سرکاري شمېرې ترمخه په مالي کال ۲۰۱۹۔۲۰م کې په پاکستان کې د چينو پېداوار اووه فيصده کم شوی ؤ او پوهان وايي د زياتې غوښتنې له امله هم د چينو بيعې زياتې شوې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG