لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آیا د پاکستان د پوځي مشرانو ماموریت به په غیرقانوني توگه غځول کېدو؟


د پاکستان پوځ دوه پخواني مشران، راحیل شریف او اشفاق پرویز کیاني
د پاکستان پوځ دوه پخواني مشران، راحیل شریف او اشفاق پرویز کیاني

په نژدې وختونو کې د پاکستان خواوشا هر حکومت د خپل وخت د پوځي مشر د ماموریت موده غځولې ده.

خو ایا د حکومتونو دغه گامو به د ائین او قانون سره سم وو؟

سپریم کورټ دغه پوښتنه د زیارت، پنجنشبې، په ورځ د موجوده پوځي مشر جنرل قمر جاوید باجوه د ماموریت د غځولو په اړه د مقدمې په فیصله کې وکړه.

عدالت په خپله فیصله کې وویل د پوځ په اړه د آئین اړونده مادو او د پوځ قانون ته یې کتنه وکړه خو د پوځ د مشر یا د پوځ یو جرنیل د ماموریت مېعاد په اړه یې څه وضاحت وه نه موندلو. عدالت دا هم وویل چې د ائین د او د قانون د اړونده مادو نه دا هم واضحه نه ده چې ایا د پوځ مشر بیا گمارل کېدلی شي یا یې د ماموریت مېعاد غځېدلی شي یا یې دماموریت د مېعاد حد ټاکل کېدلی شي یا دغه میعاد ځنډېدلی؟

عدالت وویل د جنرل باجوه موجوده ماموریت به " د نن څخه د اینده شپږو میاشتو دپاره دوام لري" او د دې وروسته به د هغه د ماموریت مېعاد او د هغه د ملازمت نور شرایط د نوي قانون دلاندې فیصله کیږي.

عدالت حکومت ته امر وکړو چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې دې د قانون سازۍ دلارې د پوځ د مشر گمارل کېدو په اړه قانوني طریقه واضحه کړي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د رپورټ ترمخه، د فیصلې اورولو نه وړاندې د سپریم کورټ مشر جج اصف سعید کهوسه د قانون وزیر فروغ نسیم ته وویل که چېرې پارلېمنټ د پوځ د مشر د گمارلو په اړه قانون سازي ونکړه نو د هغه تقرري به غیرقانوني وي. مشر جج وویل د پاکستان د پوځ قانون "ارمي اېکټ" کې ابهام دی او پکار ده چې پارلېمنټ دغه ابهام لرې کړي.

د سپریم کورټ د فیصلې په اړه مشر حکومتي وکیل یا اټرني جنرل منصور خان خبري کانفرنس ته وویل چې د جنرل باجوه د ماموریت غځولو په اړه د حکومت حکمنامه په هیڅ ډول د تېرو حکمنامو نه نه وه بدله او هیڅ نوي خبره پکې نه شامل کړی شوي. هغه وویل سپریم کورټ حکومت به اوس د په پارلېمنټ کې د قانون سازۍ دلارې د پوځي مشر د ماموریت مېعاد او د پوځي مشر د گمارلو د طریقه کار دپاره قانون جوړوي.

د پېښور هايي کورټ وکیل او قانون پوهه بېرسټر اسحاق قاضي وي او ای ته د سپریم کورټ د فیصلې په اړه وویل " دا خبره خو ثابته شوه چې تراوسه پورې څومره اېکسټېنشنز (د پوځي مشرانو د ماموریت موده غځول) چې شوي دي د دې څه قانوني حثیت نه و. او دا د قانون نه بالاتر دا ټول کارونه شوې دي."

د پوځ د مشر په اړه په قانون کې د ابهام خبره د پوځ ځینې پخواني افسران خپله هم کوي.

د پوځ د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي پخواني مشر لېفټیننټ جنرل جاوید اشرف قاضي وي او ای اردو څانگې سره خبرو کې ویلي دا د پاکستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د پوځ د مشر د ماموریت غځولو معامله سپریم کورټ ته وړل شوې ده.

هغه دا خبره ومنله چې د پوځي مشر د ملازمت په غځولو کې قانوني غلطۍ مخې ته راغلي دي. جاوید اشرف قاضي زیاته کړه چې په قانون کې د پوځ د مشر د گمارلو ذکر شته خو د هغه د ماموریت د مودې په اړه قانون خاموش دی.

جاوید اشرف قاضي وویل که څه هم په موجوده وخت کې یو پېچیده صورتحال رامخې ته شوی دی خو د دې په نتیجه کې به په اینده کې د غلطیو مخنیوي وشوي.

کله چې سیاسي حکومت لرې کړی شي، پوځي مشر اقتدار ونیسي او ائین یا اساسي قانون وځنډول شي نو جاوید اشرف قاضي وویل په داسې حال کې پوځي مشر خپل ځان ته خپله توسیع ورکړي. په دې لر کې هغه د پرویز مشرف مثال ورکړو او ویې ویل چې مشرف به د پوځ د مشر په توگه د خپل ماموریت خپله غځوله.

د جنرل مشرف نه وروسته د جنرل اشفاق پرویز کیاني او د جنرل راحیل شریف د ملازمت مېعاد د هغه وخت حکومتونو غځولی و.

د پاکستان پوځ د هیواد طاقتوره اداره گڼل کېږي او څیړونکي وايي د هیواد په سیاسي او جمهوري عمل کې د پوځي جرنیلانو کردار د چا نه پناه نه دی. جاوید اشرف قاضي وايي د پوځي حکمرانانو خپل رعب او دبدبه وي او څوک یې خلاف عدالت ته نشي تللی خو اوس حالات بدل شوي دي.

د پاکستان د دفاع پخواني سېکرېټري او پخواني لېفټېننټ جنرل اصف یاسین ملک اردو څانگې سره خبرو کې وویل د پوځي مشر د ماموریت د غځولو په اړه د قانون وزارت او د صدر په حکومتي حکمنامو کې فرق و، صدر د نوي تقررۍ ذکر کړی او د قانون وزارت د توسیع یا د غځولو خبره کړې ده.

اردو څانگه په خپل رپورټ کې وايي په سپریم کورټ کې د اورونې په مهال اصف یاسین ملک وویل دا د بدقسمتۍ خبره ده چې د حکومت قانوني مشیران د پوځي قانون نه نه دي خبر.

د وي او ای اردو څانگه په خپل رپورټ کې وايي چې ماهرین گڼي چې سپریم کورټ ته د پوځي مشر د ماموریت په اړه بحث دا تاثر قوي کوي چې په پاکستان کې عدالتونه ازاد دي چې په هیواد کې د جمهوریت دپاره ښه خبره گڼل کېږي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG