لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپريم کورټ دمحکمې دسپکاوي په اړه دعمران خان سپيناوى رد کړى


دپاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان چې د عدالت دسپکاوي په نوټس د جمعې په ورځ دپاکستان سترې محکمې ته وړاندې شوى ؤ دخپل پخواني دريځ برعکس يې موقف خپل کړى چې هغه په انتخاباتو کې د شرمناک کردار اداکولو خبره د سپريم کورټ يا هائيکورټ د پاره نۀ بلکې د ريټرننگ افسرانو دپاره کړې وه اؤ د عدليې د زړۀ لۀ تله قدر کوي .
عمران خان څو ورځې وړاندې تور لگولى ؤ چې په عامو انتخاباتو کې ټگي ټوري شوې وه اؤ د عدليې اؤ اليکشن کميشن کردار پکې انتهايي شرمناک پاتې شوى ؤ چې لۀ دې امله سترې محکمې يا سپريم کورټ عمران خان ته د محکمې د سپکاوي نوټس ورکړى اؤ هغۀ يې د جمعې په ورځ عدالت ته وربللى ؤ.
عدالت ته د وړاندې کيدو څخه يوه ورځ دمخه د پي ټي ايي مشر عمران خان پخپله يوه مرکه کې هوډ څرگند کړى ؤ چې کۀ سپريم کورټ يې نااهله کوي اؤ کۀ جيل ته يې ليږي خو د خپلو خبرو څخه به پشا نۀ شي اؤ مشر قاضي ته به په مخ ووايي چې اخر دچا څخه انصاف وغواړي.
خو دجمعې په ورځ چې کله نوموړى د خپل وکيل حامد خان په بدرگه کې عدالت دسپريم کورټ دمشرقاضي افتخار چوهدري په مشرۍ درې کسيز بينچ ته پيش شو نو وئ وئيل هغه د زړۀ لۀ تله د عدليې احترام کوي اؤ ددغه عدليې دازادۍ دپاره يې نۀ يوازې په چليدلي تحريک کې د اول صف کردار ادا کړى دى بلکې د جيل سختې يې پکى هم ليدلي دي.
سپريم کورټ ته په يوه ورځ کې دوه ځله عمران خان دخپل سپيناوي بيانونه د نوميالي وکيل حامد خان په لاس وړاندې کړي دي خو سترې محکمې دهغۀ دواړه بيانونه رد کړي اؤد ٢٨ اگست پورې يې هغه ته ديو بل تفصيلي ځواب جمع کولو حکم کړ ى دى.
په يوه پاڼه مشتمل دغه تفصيلي بيان کې عمران دعدليې دازادۍ په مهال دخپلو قربانو يادونه هم کړې.
عدالت ته دهغه د وړاندې کړل شوي بيان ترمخه په ٢٦مه جولا ئي چې عمران خان کوم بيان ورکړى ؤ، هغه دمشر قاضي يا سترې محکمې په ضدنۀ ؤ، بلکې دهغې مقصد په ١١مه مئ د شوؤ دعامو انتخاباتو په مهال دريټرننگ افسرانو اؤ ضلعي ريټرننگ افسرانو په کردار نيوکه وه چې هغوئ هم دماتحت محکمو قاضيان دي .
سترې محکمې دعدليې لپاره د” شرمنا ک “ لفظ په کارولو دپي ټي ائي دمشر تفصيلي ځواب رد کړو، خو دعمران خان وکيل حامد خان ايډوکيټ په دغه موقع په ډاگه کړه چې دغه لفظ دريټرننگ افسرانو اؤ ضلعي ريټرننگ افسرانو لپاره کارول شوى نۀ چې دسپريم کورټ لپاره.
په ٢٦ جولا ئي دعمران خان مطبوعاتي کانفرنس ته په اشارې کولو سره چيف جسټس افتخار محمدچوهدري وويل دپي ټي ائي مشر وئيلي ؤ چې دکال ٢٠١٣م په ١١مه مئ ترسره شوؤ ټولټاکنو کې دعدليې کردار” شرمناک“ ؤ.
په دغه مهال دعمران خان وکيل حامد خان وويل کله چې عمران خان دعدليې لفظ استعمال کړى ؤ، نو دهغه مطلب اعلي عدالتونه نۀ وؤ.
مشر قاضي وويل” عمران خان يو قومي لارښود دى ، دهغه لپاره دغسې خبره نۀ ؤ کول پکار اؤ زياته يې کړه چې ددغسې لارښود لپاره دلفظونو انتخاب ډير مهم وي“
د عمران خان وکيل وويل دموکل مقصد يې دعدالت سپکاوى نۀ ؤ اؤ دهغه موکل دعدالت دسپکاوي سوچ هم نۀ شي کولى،ځکه چې تل يې دقانون اؤ عدليې دسرلوړۍ لپاره هڅې کړي دي اؤ دقانون په واکمنۍ باور لري.
دحامد خان وينا وه عمران خان داليکشن کميشن څخه گيلې لري اؤداعلي عدالت څخه دډير څه توقعو لري اؤ هيله کوي چې عدليه به يې غږ اوري.
دمقدمې داوريدنې څخه وروستو ميډيا سره خبرو کې عمران خان وئيلي دي چې” ما هيڅ داسې څه نۀ دي وئيلي چې دهغې ماته سزا راکړل شي“
هغه وويل” ما په ريټرننگ افسرانو اؤ داليکشن کميشن په عمله تنقيد کړى ؤ، کله مې هم دعدليې په ضد غلط لفظ نۀ دى استعمال کړى“
دپي ټي ائي مشر وويل په څلورو حلقو کې يې دپلټنو غوښتنه کړې وه ، ترڅو دانتخاباتو په مهال ټگۍ ټورۍ کې ککړ کسان معلوم شي.
عمران خان وويل” دعدليې دازادۍ لپاره جيل کې هم پاتې شوى يم اؤ دعدليې دازادۍ لپاره تر ټولو زياتې هلې ځلې تحريک انصاف کړي دي. “
سپريم کورټ ته دعمران خان دورتگ په مهال خواؤشا سخت امنيتي تدابير نيول شوي وؤ اؤ دتحريک انصاف په گڼ شمير کې کارکوونکي دعدالت څخه بهر موجود وؤ.
بايد وويل شي په پاکستان کې د پخواني پوځي واکمن جنرال پرويز مشرف لۀ واکمنۍ ړنگيدو راپديخوا عدليه ځان په مکمل ډول بې پلوه بولي اؤ دغه عدليې تردې مهاله ديو شمير سياسي مشرانو په ضد دپريکړو ورکولو ترڅنگ پخپله يوه پريکړه کې هاغه منتخب وزيراعظم (يوسف رضا گيلاني) هم داقتدار څخه کوز کړى ؤ د چا په امر چې دموجوده عدليې دمشرقاضي پۀ گډون هاغه مهال د جنرال پرويزمشرف لخوا غير فعاله کړل شوي گڼ شمير ججان بيرته فعال کړى شوي وؤ.
دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي افتخار محمد چوهدري وايي هغه د عدليې د بحالۍ تحريک کې په کردار ترسره کولو د ټولو اړخونو ممنون دى خو عدليه به خپل فرائض دائين ترمخه په بيخي بې پلوه ډول ترسره کوي.
خويو شمير څيړونکي بيا نيوکه کوي چې کۀ په پاکستان کې عدليه رښتيا بې پلوه ده نو بيا ولې يوازې دسياسي قيادت په ضد پريکړي ورکوي اؤ دهغې دعملي کولو پوښتنه هم کوي خو د اصغرخان په کيس کې چې دپوځي مشرانو لخوا په سياست دانانو د پيسو ويشلو تورونه ثابت شول نو بيا ولې عدليه دپوځ په ضد چپ پاتې شوه؟
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG