لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ د جنرل باجوه د نوکرۍ په اړه د مقدمې اورونه تر سبا وځنډوله


جنرل باجوه او د سپریم کورټ مشر جسټس اصف سعید کهوسه
جنرل باجوه او د سپریم کورټ مشر جسټس اصف سعید کهوسه

د پاکستان په سپريم کورټ کې د پوځ د مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د نوکرۍ د مودې نورې غځولو په اړه اورېدنه تر د زیارت، پجنشبې، پورې وځنډول شوه.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د مقدمې په اورېدنه کې عدالت وویل وړاندې هم څو جرنېلانو په خپله خوښه خپله موده غځولې چا يې تپوس نه دی کړی خو اوس چې دا مامله عدالت ته راغلي نو عدالت يې ټول قانوني اړخونه کتل غواړي.

د مقدمې اورېدنه د سپريم کورټ د مشر قاضي چيف جسټس اصف سعید کهوسه په مشرۍ د درې ججانو ډله کوي.

د پوځ د مشر جنرال قمر جاوېد باجوه لخوا فروغ نسيم چې پرون يې د قانون د وزارت څخه استعفی ورکړې وه عدالت ته د وکيل په حېث وړاندې شوی و او اټارني جنرل یا مشر سرکاري وکیل انور منصور خان د حکومت په استازيتوب په عدالت کې حاضر و.

عدالت پرون د نهې، سه شنبې په ورځ د يو خواست په اورېدنه کې د تحریک انصاف د حکومت لخوا د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه نوکري د درېو نورو کلونو دپاره غځولو پرېکړه ځنډولې او نن يې د پوځ مشر او د دفاع وزارت او مرکزي حکومت نه يې ځواب غوښتی ؤ.

د ځايي ميډيا ترمخه چيف جسټس په اورېدنه کې د اټارني جنرل پوښتلي چې پرون عدالت ځینې پوښتنې کړې وې په ځواب کې اټارني جنرل ويلي په عدالتي امر کې ځينې غلطۍ دي او هغه پرون د (ارمي رولز) حواله ورکړې وه او عدالت په حکم کې قانون ليکلي دي.

په اورېدنه کې د کابينې لخوا د پوځي مشر د نوکرۍ د مودې غځولو او ارټيکل ۲۴۳ په اړوند خبرې شوي خو چيف جسټس ويلي، د پوځ د مشر د نوکرۍ د مودې غځول مهمه مامله ده او په تېر وخت کې هم پينځه، شپږو ججانو په خپله، خپله موده غځولې خو چا دا پوښتنه نه ده کړې.

عدالت ويلي جرنېلانو خپله موده تر لسو ، لسو کالو پورې غځولې خو چا يې تپوس نه دی کړی خو اوس دا پوښتنه شوې نو دوی به يې ټول قانوني اړخونه ګوري چې په راتلونکې وخت کې ښه والی راشي.

د راپورونو ترمخه چيف جسټس ويلي عدالت په مامله خپل ځاني نوټس (از خود نوټس) نه دی اخيستی بلکې په دغه اړوند په شوي خواست اورېدنه کوي.

په سریم کورټ کې د پوځ د مشر د نوکرۍ په اړه اورېدنه د شورو، چهارشنبې، په ماسپښين د بلې ورځ پورې وځنډول شوه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG