د پاکستان سپريم کورټ د انتخاباتو کالعدم ګرځولو دپاره عدالت ته په شوي خواست اورېدنه کړې، او د خواست کوونکي پخواني بريګيډير عدالت ته وړاندې کولو حکم یې کړی دی.
د رپورټونو ترمخه ياد خواست په 12مه فرورۍ علي خان په نوم تن کړی وو څوک چې د پوځ پخوانی بريګيډير دی، هغه په خواست کې ويلي وو، د اتمې فرورۍ انتخابات دې کالعدخ يا غېر قانونه وګرځول شي ځکه چې په دې انتخاباتو کې د جمهوري اقدارو او انتخابي عمل سرغړونه شوې ده.
نن د ګل/دوشنې په ورځ د سپريم کورټ د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ درې کسيزه بنچ چې جسټس محمدعلي مظهر او جسټس مسرت هلالي پکې شامل دي، اورېدنه کړې خو خواست کوونکی عدالت ته نه دی حاضر شوی.
ویل شوي سپريم کورټ د دفاع وزارت د لارې پخواني بريګيډير علي خان ته د حاضرېدو نوټس جاري کړی او د 21مې فرورۍ پورې یې اورېدنه ځنډولې ده.
په اورېدنه کې سپريم کورټ ته ویل شوي، خواست کوونکي ځان د پخواني بريګيډير په حېث معرفي کړی خو چې اوس ورسره رابطه شوې موبايل فون یې بند دی.
عدالت ولي، خواست کوونکي د خپلې مشهورتيا دپاره خواست کولو؟ چاته به د داسې کولو اجازه ور نه کړل شي چې سپريم کورټ په ناسمه توګه وکاروي.
ويل شوي خواست کوونکي په 12مه فرورۍ عدالت ته خواست کړی او خواست یې په مطبوعاتو خپور کړی دی.
عدالت بيا ويلي، خواست کوونکی دې د پوليس تاڼې د لارې خبر کړل شي.
پاکستان کې په اتمه فرورۍ ترسره شوو انتخاباتو باندې بېلابيل سياسي ګوندونه نيوکې کوي او د درغلۍ تورونه لګوي، سياسي ګوندونو د درغليو د تورونو په سر احتجاجونه او مظاهرې هم کوي.
پاکستان کې د اتمې فرورۍ په انتخاباتو نه يواځې په ملک کې دننه سیاسي ګوندونه د درغلۍ تورونه لګوي او احتجاجونه کوي.
بلکې امریکې، برتانيې او يورپي يونين هم د پاکستان په انتخاباتو کې د ګډوډي او تحفظاتو څرګندونه کړې او پلټنو غوښتنه یې کړې ده.
د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ انتخاباتو ته منصفانه ويلي او الېکشن کمېشن د درغليو تورونه رد کړي دي.
Forum