لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ نېب ته امر کړی چې حسین حقاني دې پاکستان ته بېرته راولي


حسین حقاني لېکلوال او څېړونکی دی او وخت په وخت په واشنگټن په مختلفو څېړونکو ادارو کې وینا کوي
حسین حقاني لېکلوال او څېړونکی دی او وخت په وخت په واشنگټن په مختلفو څېړونکو ادارو کې وینا کوي

د پاکستان سپریم کورټ د احتساب محکمې ته امر کړی دی چې په امریکا کې د هېواد پخوانی سفیر حسین حقاني د بیرته راوستلو دپاره دې اقدامت وکړی شي. ښاغلی حقاني دا وخت په امریکا کې میشته دی.

د وایس اف امریکا د اردو څانگې خبر وايي د حسین حقاني پاکستان ته د ستنولو په اړه احتساب بیور ته امر د سپریم کورټ مشر جج جسټس ثاقب نثار په مشرۍ کې د عدالت درې کسېزې ډلې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وکړو.

سپریم کورټ د حسین حقاني په اړه د "مېموگېټ" نومې مقدمې اورونه کوله.

د وي او ای د اردو څانگې رپورټ وايي د اورنې په مهال جسټس نثار وویل یو تن په دروغو ویلو د ملک نه بهر تللی دی، مقدمه به منتطقي انجام ته رسول وي او څه نه څه فېصله یې پکار ده چې وشي. جسټس نثار زیاته کړه چې حسین حقاني سوگند کړی دی چې بیرته به راځي او ترڅو چې هغه نه وي ستن شوی عدالت فېصله نشي کولی.

چیف جسټس نثار نیشنل اکاونټيبېلېټي بیورو یا نېب ته امر وکړو چې د حسین حقاني پاکستان ته د راوستلو دپاره دې زر تر زره اقدامات وکړي. هغه زیاته کړه چې نېب اختیار لري چې ملزمان وطن ته راولي.

د سپریم کورټ مشر جسټس نثار د عدالت مرسته کونکي وکیل احمربلال صوفي ته وویل چې د پاکستان حکومت د امریکې د خارجه وزارت سره نیغ په نیغه رابطه کولی شي او د ملگرو ملتونو د بډو رشوتونو د مخنیوي ادارې نه هم په دې لړ کې مرسته غوښتلی شي.

په سیریم کورټ کې د حسین حقاني په اړه مقدمه د هغه خط یا لیک په لړ کې روانه ده چې ذکر یې په امریکا کې میشته پاکستاني نژاد امریکايي تاجر منصور اعجاز کړی و او ویل کېږي چې ددغه لیک منصف حسین حقاني و.

دغه خط یا "مېمو" یا یاداشت د پاکستان د پخواني صدر اصف علي زرداري پورې تړل کیږي چې د ښاغلي حقاني په زریعه امریکايي مامورینو ته رسول شوی و. ویل کیږی چې په اېبټ اباد ښار کې د امریکايي ځواکونو د لاسه د القاعده مشر اوسامه بن لادن د وژل کیدو د پاکستان حکومت د فشار د لاندې و او په دغه مېمو کې حکومت انديښنه ښودلې وه چې د پاکستان پوځ په حکومت تخته نسکورولی شي ځکه نو امريکا بايد دپاکستان پوځي او استخباراتي مشران دفشار لاندې ونيسي.

حسین حقاني د مېمو گېټ په اړه د پاکستان سپریم کورټ مقدمه رد کړې ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG