لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان سپریم کورټ دا غوښتنې مسترد کړې چې د پوځي عدالتونو خلاف مقدمه دې فل کورټ واوري


د پوځي عدالتونو خلاف د مقدمې اورونه د سپريم کورټ جيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کط شپږ کسيزه بينچ د کوي
د پوځي عدالتونو خلاف د مقدمې اورونه د سپريم کورټ جيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کط شپږ کسيزه بينچ د کوي


د پاکستان سپريم کورټ هغه ګڼ شمېر غوښتنې مسترد کړې چې په پوځى عدالتونو کي د عام وګړو د مقدمو خلاف خواستونو د اورېدو دپاره دې د سپریم کورټ په ټولو ججانو مشتمل بينچ یا فل کورټ جوړ کړی شي.

د پوځي عدالتونو خلاف د مقدمې اورونه د سپريم کورټ جيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کط شپږ کسيزه بينچ د کوي.

چیف جستس د سپریم کورټ فل کورټ دپاره د خواست کونکو وکیلانو ته وويل چې تر ستمبر مياشتې پوري د فل کورټ لپاره ججان دستياب نه دي.

مشر قاضى وويل په عدالت د نيوکو هيڅ پرواه نه کوى او دا چې څه صحيح او څه غلط " مونږ په تاريخ پريږدوو."

په پوځي عدالتونو کې د عادي خلکو د قضيو پرضد خواستونو د اورونې په مهال مشر قاضي عمر عطا بنديال په ډاګه کړه چې د سپريم کورټ پرېکړه ده چې د قانون نه پرته جوړ يو عدالت به هم عدالت نه ګڼل کیږي.

نوموړى وويل د محرم علي په مقدمه کې عدالت وېلي چط د سپريم کورټ یا د های کورټ د څارنې بغېر عدالت نشي جوړيدی.

اټارني جنرل عدالت ته وويل د نهمې می د تشدد په پيښو کي يو سل او دوه مشکوک کسان د پوځ په ولقه کى دي او د کورانۍ غړي ورسره د ملاقات اجازت لري. اټارني جنرل زياته کړه چې ملزمانو ته دا يقين دهانى هم ورکړی شوې چې يو تن ته به هم د مرګ يا د عمر قېد سزا نه ورکول کېږي.F

د پوځي عدالتونو په لړ کې قانون پوهان وايي چې وړمبې خو به د کتل وي چې ايا پوځى عدالتونه د عدالت په زمره کي راځى او که نا؟ او بله دا چې د پوځي عدالتونو په مقدمه کې د سپريم کورټ نه د څه تاریخي فېصلې امید نه لري.

د وى او اې ډيوه سره خبرو کې قانون پوهه سردار عبدالطيف کهوسه وويل" ایا پوځي عدالتونه د اييني داېرې لاندې راځي، ایا دې ته رسمي عدالتونه وېلې کېدی شي ځکه چې عدالتونه يو جوډېنشل افسر لري او د هغه د قانون پوه وي، خو پوځى عدالتونو کي ناست خلک نه خو خپل واکه وى او نه په قانون پوهييږي"٠
قانون پوهه طلعت عباس خان ډيوه ته وويل" د سپريم کورټ لخوا به په دې مقدمه کي کومه لويه او واضح پرېکړه راشي نو تېر وخت په کتو سره مونږ پډې اړه ډېرې هيلې نه لرو"٠

د بشرى حقونو خپلواکه ډلې په پوځى عدالتونو کې د عادي خلکو قضيې چلولو باندې ټکونه کوي خو ځيني قانون پوهان وايي پوځى عدالتونه قانونى ملاتړ لري.

د سپريم کورټ وکيل راجه شفقت عباسى وي او ای ډیوه ته وویل څنګه چې اټارنى جنرل وويل چې داسې ملزمانو ته په سول عدالتونو کي د اپيل حق ورکولو په اړه خبري روانې دي نو دا به هغه ملزمانو سره مرسته وي چې مقدمې يې پوځي عدالتونو کي وي او ورته به په سول عدالتونو کي د اپيل حق ورکړی شي.

په نهمه می د بډو رشوتونو په تور د پخوانى وزير اعظم عمران خان د نيول کېدو وروستو د تحريک انصاف ګوند پلويانو په ګرد پاکستان کي د تشدد نه ډکې مظاهرې کړې وې. حکومتي او پوځي چارواکي وايي د مظاهرو په مهال د پوځي مرکز پشمول په يو شمير پوځى ودانیو حملې شوي او نقصانونه رسوول شوي دي.

د احتجاجونو وروسته د زرګونو په شمېره کې کسان په تشدد کې د ککړتیا په الزام نیول شوي چې په کې پخواني وزیراعظم عمران خان د پاکستان تحريک انصاف ځینې پلويان او د ګونډ ځينې رهنما هم شامل دي.

د پوځ سر لښکر جنرال عاصم منير د نهمې می نېټه توره ورځ ګرځولې او حکومت اعلان کړی چې په پوځي ودانیو حملو کې د ککړو کسانو مقدمې به په پوځي عدالتونو کې چلول کېږي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG