لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مېرمنې د سپریم کورټ دا فیصله ستايي چې سړی دې دویم واده دپاره د لومړۍ ښځې نه اجازت اخلي


د "حوا لور" نومې تنظیم خورشید بانو د سپریم کورټ د فيصلې هرکلی وکړو او د فېصلې دا ماده یې ډیره وستایله چې د دویم واده نه وړاندې دې سړی لومړۍ ښځې ته حق مهر ورکړي. هغه مېرمن بانو زیاتوي دغه ماده مېرمنو ته تحفظ ورکوي
د "حوا لور" نومې تنظیم خورشید بانو د سپریم کورټ د فيصلې هرکلی وکړو او د فېصلې دا ماده یې ډیره وستایله چې د دویم واده نه وړاندې دې سړی لومړۍ ښځې ته حق مهر ورکړي. هغه مېرمن بانو زیاتوي دغه ماده مېرمنو ته تحفظ ورکوي

د پاکستان سپریم کورټ په دې فيصله چې سړی دې دویم واده دپاره د لومړۍ ښځې نه اجازت اخلي، مېرمنې وايي یوه ښځه به هم په خپله خوښه خاوند ته د بل واده اجازت ورنکړي خو ځینې سړي د مستۍ او ځینې د مجبورۍ نه بل واده کوي.

او مېرمن ناهید افریدي وايي د سړو د واک اختیار ټولنه ده او که د ښځې زړه وي او که نا سړی بل واده بیا هم وکړي.

د وي او ای ډیوه خبریالې سعدیه قاسم شاه سره د سپریم کورټ د فيصلې په اړه خبرو کې ناهید افریدي وویل که څه هم اسلام وايي سړی دې د لومړۍ ښځې نه د بل واده اجازت غواړي خو اکثر داسې نه کیږي. هغه زیاتوي په عامو حالاتو کې به یوه ښځه هم خاوند ته د بل واده اجازت ورنکړي خو "زمونږ معاشره د سړو ده" او سړي په څه نا څه طریقه ښځې نه د دویم واده اجازت اخیستلو کې کامیاب شي.

د پاکستان سپریم کورټ په خپله فیصله کې وویل څوک چې دویم واده کوي نو د خپلې لومړۍ ښځې یا د منځګړې شورا له رضایت او اجازت پرته یې نه شي‌ کولای. سپریم کورټ پخپله پرېکړه کې دا هم وویل که کوم تن دویم واده کوي نو پکاره ده سمدستي لومړۍ مېرمنې ته حق مهر ورکړي.

د سپریم کورټ په فيصله د وي او ای ډیوه سره نظر شریکوونکو مېرمنو وویل ځینې سړي د مستۍ نه هم د یو نه زیات ودونه وکړي.

د قبایلي ضلعې شکیله چې د واده یې ۳۳ کاله پوره شوي دي، وايي نه خو سړي د خپلې مېرمن نه د بل واده اجازت غواړي او نه هم د یوې ښځې دا خوښه وي چې خاوند یې دویم واده وکړي.

شکیله وايي ګڼ شمېر داسې سړي یې لیدلي چې د "مستۍ او شوق" نه یې دوه، درې او څلور ودونه کړي دي.

اسیه چې ۲۷ یا ۲۸ کاله وړاندې واده شوي ده، وايي ښځه به سړي ته د بل واده اجازت ډیر په ګرانه ورکوي. هغه وايي که چېرې ښځه سړي ته د بل وا ده اجازت نه ورکوي نو هم هغې ته مسله ده او که ورکوي نو هم هغې ته مسله ده." خو دا دی چې یوه ښځه به چرې هم په خوشحالۍ بانې خپل خاوند له د دویم واده اجازت ورنه کي."

اسیه هم وايي ځېنې سړي د مستۍ نه دویم واده کوي "بله یې څه وجه نه وي." هغه زیاتوي ځینې سړي د نارینه اولاد دپاره بل واده وکړي که څه هم لوڼه اولاد وي.

مېرمن رقییه هم وايي ځینې سړي د هغې په قول د مستۍ نه دویم واده وکړي او بعضې سړي پکې د مال او دولت دپاره بل واده وکړي. "خو د ړومبۍ ښځې نه هیڅ څوک هم تپوس نه کۍ چې زه دویم واده کوم."

رقییه وايي که چېرې کوم سړی د لومړۍ ښځې نه د پوښتنې وروسته واده هم وکړي او د هغې د اجازت وروسته واده وکړي خو هغه بیا دواړو مېرمنو ته برابر حقوق نشي ورکولی. "ځما دا رای ده چې رومۍ ښځې نه دې نم تبوس وکړی شي او چې هغه اجازت ورکی نو بیا دی اله سړی دویم واده کۍ."

د "حوا لور" نومې تنظیم خورشید بانو د سپریم کورټ د فيصلې هرکلی وکړو او د فېصلې دا ماده یې ډیره وستایله چې د دویم واده نه وړاندې دې سړی لومړۍ ښځې ته حق مهر ورکړي. هغه مېرمن بانو زیاتوي دغه ماده مېرمنو ته تحفظ ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG