لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان سپریم کورټ به د ترهگرۍ وضاحت کوي


د سپريم کورټ مشر قاضي د ترهګرې د تعريف د سپيناوي دپاره د اووه کسيزه بينچ د جوړښت دا پريکړه د شورو په ورځ د يوې فوجداري مقدمې د اورونې پرمهال کړې
د سپريم کورټ مشر قاضي د ترهګرې د تعريف د سپيناوي دپاره د اووه کسيزه بينچ د جوړښت دا پريکړه د شورو په ورځ د يوې فوجداري مقدمې د اورونې پرمهال کړې

د ترهگرۍ ځپلې پاکستان سپريم کورټ د ججانو اووه کسیزه ډله جوړه کړې ده چې دا وضاحت وکړي چې کومې مقدمې د ترهگرۍ خلاف د قانون په چوکاټې کې راځي او کومې نه؟

د سپریم کورټ مشر قاضي اصف سعيد کهوسه ويلي د ترهگرۍ خلاف د کال ١٩٩٧قانون کې د مقدمو په اړه دغه وضاحت نه موندل کیږي.

د کال ١٩٩٧ په قانون کې د تره ګرۍ د سپيناوي لپاره اووه کسيزه بينچ په داسې حال کې جوړیږي چې د ترهگرۍ په الزام د ملکي کسانو د محاکمه کولو دپاره جوړ شویو پوځي عدالتونو میعاد دا میاشت ختمیږي او مرکزي حکومت په دې لړ کې د صلاح مشورې دپاره د سیاسي گوندونو غونډه د مارچ په ٢٨ نېټه رابللې ده.

د سپريم کورټ مشر قاضي د ترهګرې د تعريف د سپيناوي دپاره د اووه کسيزه بينچ د جوړښت دا پريکړه د شورو په ورځ د يوې فوجداري مقدمې د اورونې پرمهال کړې.

جسټس اصف سعيد کهوسه به د دغه بينچ مشري په خپله کوي او د شورو، چهارشنبې، په ورځ یې وویل چې د کال ١٩٩٧ راهسې دا نه ده ټاکل شوې چې کومه مقدمه د تره ګرۍ په چوکاټ کې راځي.

وتلې قانون پوه لطيف افريدي په وي او ای ډيوه ته وویل د ترهګرۍ ضد د کال ١٩٩٧ قانون شپږه دفعه کې د ترهګرۍ د کارونو نوعيت ښودل شوی.

لطیف افریدي وویل د وخت تېرېدو سره د داسې دفعو تعبير ته هر وخت اړتيا وي او د مشر قاضي د دې پريکړې تر شا دا علت هم کيدې شي چې د ترهګرۍ مقدمې عامو عدالتونو ته راوړي او بل علت د يوځي عدالتونو له مينځه وړل وي ولې دې عدالتونو په نړې کې د پاکستان دپاره بد نوم گټلی دی.

د سپريم کورټ يو بل وکيل کامران مرتضا ډيوه ته وویل دترهګرۍ د تعريف د سپيناوي ضرورت ځکه پيښ شوې چې اکثر له د قتل په عامو قضيو کې د ترهګرۍ ضد دفعې لګول کيږي.

په کال ٢٠١٤ کې د پيښور په ارمي پبلک سکول د طالبانو د خونړي بريد چې په کې د ١٥٠ څخه زيات محصلين او استاذان وژل شوي وو د هېواد سياسي او پوځي مشرانو د عام وګړو د محاکمې دپاره پوځي عدالتونه جوړ کړل.

که څه هم د هېواد پوځ واي چې دې عدالتونو د ترهګرو په زړونو ويره کيښنولې ده خو د هېواد د بشري حقونو غیر حکومتي تنظيمونه او ځېنې سياسي ګوندونه د دغو عدالتونو مخالفت کوي او وايي ترهګري د پوځي عدالتونو د لارې نشي ختميدلی.

د پوځ ترجمان ميجر جنرل اصف غفور ترمخه په تېرو څلورو کلونو کې دغه عدالتونو ته ټولې ٧١٧ مقدمې وړاندې کړی شوې وې چې پکې ٦٤٦ مقدمې سرته رسول شوي او ٣٤٥ تنانو ته د ترهګرۍ په لړ کې د مرګ سزاګانې اورول شوې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG