لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د ډېنگي ناروغۍ دلاسه ۴٠ کسان مړه شوي


د کال ٢٠١١ وروسته دا لومړی ځل دی چې په پاکستان کې په دومره شمیره کې خلک ډېنگي ځپلي دي
د کال ٢٠١١ وروسته دا لومړی ځل دی چې په پاکستان کې په دومره شمیره کې خلک ډېنگي ځپلي دي

د پاکستان د یو شمېر نورو سیمو په څېر د خیبرپښتونخوا په سوات سیمه کې هم د سلگونو په شمیره کې کسان په ډېنگي مرض اخته شوې دي.

د وي او ای اردو څانگې دا هفته په خپل رپورټ کې ویلي چې په پاکستان کې تراوسه پورې ۴٠ کسان د ډېنگي دلاسه مړه شوي دي.

د سوات د سېدو شریف د مرکزي حکومتی هسپتال ترجمان ډاکټر مجیب الله ویلي تر دا وخت هسپتال ته د ډېنگي ۴١٣ مریضان راوړل شوي دي.

د کال ٢٠١١ وروسته دا لومړی ځل دی چې په پاکستان کې په دومره شمیره کې خلک ډېنگي ځپلي دي.

د پاکستان د صحت وفاقي محکمی ترمخه تراوسه پوری ٢٣٠٠٠ نه زیات کسان په ډېنگي اخته شوي دي چې پکې۴۴ فیصده یعنی ١٠ زرو نه زیات ناروغان یواځی په اسلام اباد او راولپنډۍ کې دي.

د وي او ای اردو څانگې ترمخه په په پیښور کې د ډینگی ٢٥٠٠ ناروغان رپورټ شوې دي.

د ډاکټر صفدر ترمخه د ډینگی ناروغانو موجوده شمېره په صوبه پنجاب کې ٥٠٠٠ او د بلوچستان په ساحلی سیمو کې ٢٥٠٠ ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG