لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد ته دتاجکستان دصدر امام علی رحمان دسفر په مهال دواړو هیوادونو ګڼ شمیر لوظنامې کړې دي


پاکستان ته دتاجکستان دصدر امام علي رحمان د دوه ورځني سفر په مهال د دواړونو هیوادونو دمشرانو تر مینځ د انرژۍ پروژو ته د دوام ورکولو، د خوراکي توکو، کرنې او درملو جوړولو دصنعت پشمول سوداګرۍ، داقتصادي، ساینسي او تیکنیکي همکاریو په اړه خبرې شوې دي
پاکستان ته دتاجکستان دصدر امام علي رحمان د دوه ورځني سفر په مهال د دواړونو هیوادونو دمشرانو تر مینځ د انرژۍ پروژو ته د دوام ورکولو، د خوراکي توکو، کرنې او درملو جوړولو دصنعت پشمول سوداګرۍ، داقتصادي، ساینسي او تیکنیکي همکاریو په اړه خبرې شوې دي

اسلام اباد ته د تاجکستان د صدر امام علی رحمان د سفر په مهال دپاکستان اؤ تاجکستان مینځ د سوداګرۍ په شمول یو شمیر نورې لوظنامې لاس لیک شوي دي.

دپاکستان وزیراعظم شهباز شريف تیره ورځ د تاجکستان صدر سره د لیدنې وروسته ګډې خبري غونډې ته ويلي پاکستان او تاجکستان ته پکار ده چې د صنعت او زراعت په شمول په نورو ګډو اقتصادي پروژو کې د همکارۍ زياتولو او د متقابل تجارت د ودې لپاره يو بل سره کار وکړي.

څیړونکي د دواړو هیوادونو د مشرانو تر مینځ د افغانستان په امنیتي حالاتو د خبرو امکان څرکندوي او وایي دغه لوظنامو څخه به په داسې حال کې ګټې ترلاسه کول ډیر ګران وي چې دتاجکستان پشمولو د منځنۍ اسیا هیوادونه د افغانستان په حالاتو اندیښمن دي.

پاکستان ته دتاجکستان دصدر امام علي رحمان د دوه ورځني سفر په مهال د دواړونو هیوادونو دمشرانو تر مینځ د انرژۍ پروژو ته د دوام ورکولو، د خوراکي توکو، کرنې او درملو جوړولو دصنعت پشمول سوداګرۍ، داقتصادي، ساینسي او تیکنیکي همکاریو په اړه خبرې شوې دي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف تیره ورځ د تاجک صدر سره د لیدنې وروسته ګډې خبرې غونډې ته وینا کې وویل چې پاکستان او تاجکستان ته پکار ده چې د صنعت او زراعت په شمول په نورو مشترکه اقتصادي منصوبو کښې د همکارۍ زياتولو او د متقابل تجارت د ودې لپاره يو بل سره کار وکړي.

په دې موقعه د تاجکستان صدر د ترهګرۍ او افراطیت له ګواښونو او ننګونو سره د ګډ مقاومت په دوام پر خپلو ژمنو ټینګار وکړو.

هغه وویل "مونږ په دې خبره اتفاق وکړو چې د دواړو هیوادونو ترمنځ نتیجه ورکوونکی میکینزم چې پکې تجارت،اقتصادي،ساینسي اؤ تکنیکي همکاریو لپاره ګډ بین الحکومتي کمیشن اؤ نورې ځانګړې چارې شاملې دي، یو مثبت فعالیت دی"

د پاکستان د حکومت له اړخه دخپرې شوې اعلامیې ترمخه د دواړو هیوادونو ترمېنځه د ټرانزټ ټرېډ پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې د ودې لپاره د تفاهم ياداشتونه هم لاسليك شوي دي.

د څیړونکو وینا ده چې تاجکستان په افغانستان کې د طالبانو په اړه جدي اندېښنې لري او په داسې حال کې د پآکستان څخه د رول لوبولو هیله مند دی.

د عبدالولې خان پوهنتون د نړیوالو اړیکو دځانګې پروفیسر عبدالشکور وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي، "پاکستان د ډیرې مودې راهسې غواړي چې ددغه هیوادونو سره د سوداګرې اړیکې جوړې کړي. خو له بده مرغه د افغانستان د حالاتو په تناظر کې، زما په فکر سره دا ممکنه نه ده، ترڅو چې په افغانستان کې دا حالات ښه شوې نه وي، دغه لاسلیک شوي یاداشتونه د پاکستان د پاره به څه ګټې راوړي"

دوي زیاتوي چې دغه خبرو کې د اقتصادي او سوداګرۍ په اړه دخبرو پر ځای ممکنه ده زیات زور د افغانستان په اړه پر خبرو وي ولې چې دغه هیوادونه هم د افغانستان د حالاتو څخه اغیزمن دي، او غواړي چې که پاکستان دافغانستان په اړه یو کردار لري نو باید وئ لوبوي.

دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف دا هم ویلي وو چې د تاجکستان د صدر سره کار کولو ته سترګې په لار دی ترڅو د منځنۍ اسیا هېوادونه او پاکستان د ریل ګاډي، سړک او اقتصاد له لارې ونښلول شي.

په اسلام اباد کې د اسلامې پوهنتون د نړیوالو چارو دڅانګې پروفیسر منظور اپریدی وی او ای ډيوه سره خبرو کې وایي، د پاکستان او منځنې اسیا تر مینځ رابطو زیاتولو کې دوه خنډونه شتون لري.

دهغه په وینا په دې خنډانو کې یوه جغرافیه ده چې له امله یې په سیمه کې سړکونه ویستل یا ریل تیرول ډیر ګران دي اؤ بل په افغانستان کې د امنیتي وضعیت له امله هم ستونزې مخې ته راځي.

دمنظور اپریدي په وینا هم ددې له امله د کاسا ۱۰۰۰ پروژه تراوسه نه ده عملې شوې. البته دوي هیله لري چې دواړه هیوادونه د اوږدې مودې د هڅو د لارې پر دغه ستونزو قابو موندلی شي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ ترڅنګ دمنځنۍ اسیا هیوادونه هم په افغانستان کې یوازې د طالبانو له حکومت څخه خوشاله نه دي.

سږ کال د نومبر په ۲۹مه او ۳۰مه د تاجکستان په ښار دوشنبې کې په لومړي ځل د یوې افغان څیړنیزې ادارې افغان انسټيټیوټ اف سټراټجنک سټډیز د سیوري لاندې ترسره شوي د هرات کنفرانس کې هم د تاجکستان په شمول نورو سیمه ییزو او نړیوالو هیوادونو افغانستان کې دترهګرۍ د فعالیتونو په زیاتوالي اندیښنې څرګندې کړې وې.

کال ۲۰۲۱م کې د اګست په ۱۵مه نیټه د طالبانو له اړخه د کابل له واک ترلاسه کولو راپدیخوا د پاکستان په شمول د نړۍ یو هیواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی منلی البته دڅېړونکو په وینا پاکستان هځې کوي چې د افغانستان اقتصادې سونزې هوارې کړی شي او د طالبانو حکومت ته دمشروعیت پیدا کولو لپاره په نړیواله کچه زمینه برابره کړی شي.

بل پلو ته نړۍ اندیښنې لري چې افغانستان کې ترهګر پټې ځالې لري او د طالبانو حکومت دغه ترهګرو ډلو باندې قابو موندلو کې پاتې راغلی دی،ددې ترځنګ په طالبانو نیوکې کیږي چې د ښځو او نجونو د حقونو او تعلیم په اړه یې هم خپلې ژمنې سرته نه دي رسولي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG