لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: پاکستاني طالبانو پخواني صدر پرویز مشرف ته بیا د وژنې دهړکه کړې


پاکستاني طالبانو په انټر نیټ خپل یو تازه بیان کې د پاکستان پخواني مشر او پوځي مشر پرویز مشرف د وژلو دهړکه بیا کړې. او په هغه ېي د ناوړه کارونو الزام لګولی دی.
پرویز مشرف د مۍ په ۱۱مه نیټه د پاکستان په انتخاباتو کې د برخه اخستو لپاره د مارچ په میاشت کې د خپلی خوښی جلا وطنۍ وروستو هیواد ته ستون شوی وو.
ښاغلی مشرف د آېين د ماتولو او د پخوانۍ وزیر اعظمې بینظیر بهټو د وژنې په سر د عدالتي مقدمو سره مخ دی او د یو عدالتي حکم د لاندی اسلام آباد سره نزدی په خپل کور کې نظر بند دی. پخواني صدر مشرف ته په ووټونو کې د برخه اخستو اجازه هم نه وه ورکړی شوې.
د ښاغلي مشرف په وخت کې پاکستاني ځواکونو د طالبانو خلاف سخت عملیات پیل کړی وؤ. او ګنړ شمیر وسله وال نیولی شوي هم وو.
د مشرف په واکمنۍ کې په هغه راولپنډۍ ښار کې دوه ځانمرګي بریدونه هم شوي وو.
د مشرف خلاف تازه دهړکه کې طالبانو په خپله ویب پانړه وېلي چې هغه ته به د هغه په ناوړه کارونو زر سزا ورکولې شي. طالبانو خپل بیان کې په مشرف بلوچستان ، وزیرستان او د اسلام آباد کې د هغوي په وینا بې ګناه کسانو د وژلوالزام لګولی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د لږکيو لخوا کلتوري ټڼګ ټکور
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:41 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG