لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان طالبانو نایب مشر "د خارجه وزارت په بلنه" پاکستان ته تللی دی


اسلام آباد ته د ملا برادر د مخکیني سفر عکس (اکټوبر ۲۰۱۹)
اسلام آباد ته د ملا برادر د مخکیني سفر عکس (اکټوبر ۲۰۱۹)

طالبان وایي چې په قطر کې د هغو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو هیئت یې "د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بلنه" د اتوار/یکشنبې په ورځ اسلام آباد ته تللی دی.

ملا برادر چې د طالبانو نایب مشر هم دی، په داسې حال کې د پاکستان په دوره تللی چې د اتوار په ورځ د پاکستان لخوا په هغه او یو شمېر نورو طالب مشرانو د پاکستان د بندیزونو د لګېدو خبر هم په مطبوعاتو کې خپور شو.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین په ټویټر باندې یو بیان خپور کړی او هغه کې یې ویلي چې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو یو هیئت به "د پاکستان د لوړ پوړو چارواکو سره د افغانستان د سولې پروسې پر وروستیو جریاناتو، په پاکستان کې د افغان مهاجرینو او د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د ولسي تګ راتګ او تجارت د اسانتیاوو برابرولو او نورو اړوند موضوعاتو په هکله خبرې وکړي."

د پاکستان د حکومت له اړخه د طالب مشرانو د دې سفر په اړه تر اوسه مطبوعاتو ته څه ندي ویل شوي، خو د پاکستان حکومت وخت ناوخت دا ویلي چې کوشش کوي د افغانستان د امن په پروسه کې مرسته وکړي.

د زیارت/اتوار په ورځ رسنیو رپوټ ورکړ چې پاکستان د افغان طالب مشرانو په ګډون، یو شمېر تندرلارو باندې مالي بندیزونه لګولي دي، او په دې کې د ملا عبدالغني برادر نوم هم شامل دی.

د پاکستان خارجه وزارت د شنبې/خالي ورځې په ماښام د یو بیان په جاري کولو سره وویل چې دا بندیزونه کومه نوې خبره نده او د ملګرو ملتونو لخوا په ۲۰۱۵ کال کې لګول شوي و، او پاکستان یې هم عملي کوي.

د اې پي خبري اېجنسۍ د یو رپوټ له مخې، داسې ګڼل کیږي چې د افغان طالبانو ګڼ شمېر مشران په پاکستان کې جایداد او کاروبارونه لري. پنځه کاله مخکې چې ملګرو ملتونو په تندلارو څه بندیزونه لګولي و او پاکستان یې اوس د عملي کېدو امر کړی، هغه کې د جایدادونو یا شتمنیو کنګلول او سفري بندیزونه شامل دي.

اوس معلومه نده چې ملا عبدالغني برادر څنګه د داسې بندیزونو سره سره، د پاکستان سفر ته تللی دی، او په پاکستان کې به یې څنګه هرکلی وشي.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین د خالي/شنبې په ورځ وویل چې مالي بندیزونه له څه وخت راهیسي پرځای پاته دي، مګر زیاته یې کړه چې که په دوی باندې سفري بندیزونه سخت کړی شي، نو دا به د امن مذاکراتو ته نقصان ورسوي.

د دې ترڅنګ، شاهین د اتوار/یکشنبې په ورځ په هغه بیان کې چې پاکستان ته د ملا برادر د تازه سفر په اړه یې په ټویټر باندې خپور کړی، ویلي دي چې د کروناوایرس وبا له امله د دوی د چارواکو سفرونه د څه وخت دپاره ځنډېدلي و او په نږدې آینده کې به د دوی د سیاسي دفتر هیئتونه نورو هېوادونو ته هم سفرونه وکړي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG