لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

قریشي له ملا برادر سره وکتل - طالب مشرانو د سولې په بهیر کې د پاکستان کردار ستایلی دی


د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د افغان طالبانو یو جګپوړی هیئت چې د پاکستان د حکومت په بلنه اسلام آباد ته تللی دی، نن د نهې/سې شنبې په ورځ یې د پاکستان د خارجه چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره وکتل. له کتني وروسته، قریشي خبریالانو ته وویل چې له طالب استازو سره یې دا کتنه دوه ګېنټې (ساعته) وه او زیاته یې کړه چې طالب مشران دا باور لري چې پاکستان، افغانستان کې د سولې راتلو دپاره مثبت کردار ادا کړی دی.

ملا برادر په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او د طالبانو د ډلې نایب دی، چې څو کاله پخپله د پاکستان په قید کې و، خو د امریکا سره د طالبانو د خبرو اترو په خاطر د پاکستان له قیده خوشې شو او قطر ته ولېږدول شو. له هغه وخت راهیسي، دا پاکستان ته د ملا برادر دویم سفر دی. هغه مخکې په تېر اکټوبر کې اسلام آباد ته تللی و.

د پاکستان انګریزي ورځپاڼې، ډان، لیکلي چې له شاه محمود قریشي سره د نن ورځې په کتنه کې، طالب استازو د پاکستان خارجه وزیر ته دا معلومات وړاندې کړل چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون په عملي کولو کې څه پرمختګونه شوي دي. همدا راز ویل شوي چې دواړو خواوو د بین الافغاني مذاکراتو د ژر تر ژره پیلېدو په اړه هم نظریات شریک کړي دي.

د لیدنې پر مهال د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي ویلي دي، "ّپاکستان له هماغه اوله دا دریځ غوره کړی دی چې یو پایداره او دایمي حل لاره، یوازې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې ترلاسه کیدی شي."

د رپوټ ترمخه، د پاکستان خارجه وزیر په دې لیدنه کې تینګار کړی چې پاکستان غواړي د افغانستان د سولې په عمل کې بین الافغاني مذاکرات ژر تر ژره پیل شي.

همدا راز ویل شوي چې د طالبانو هیئت له شاه محمود قریشي نه د افغانستان د سولې په عمل کې د پاکستان "د دوامداره ملاتړ او کردار" په خاطر مننه کړې ده.

په همدې مهال د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي چې پاکستان ته په کار ده د افغان سولې په پروسې کې مثبت کردار ادآ کړي. ناجیه انوري وي او اې سره په خبرو کې ویلي، "د خلکو تمه دا ده چې د پاکستان د حکومتولۍ تصمیم او سیاستونه او د ګاونډیانو ریښتنی رول لوبول، د افغانستان د سولې پر بهیر مثبت اغېز ولري. د پاکستان سره د افغانستان ګاونډيتوب او همدا رنګه په هغه هېواد کې د طالب رهبرانو شتون د دې لامل شوی چې پاکستان د افغانستان د سولې پر بهیر اغېزمن وي."

اسلام آباد ته د طالب مشرانو سفر په داسې حال کې شوی چې د مطبوعاتو تر مخه د اګست په اتلسمه نېټه د پاکستان د خارجه وزارت له اړخه قانوني احکامات جاري کړی شوي وو چې پکې د افغان طالبانو پشمول د یو شمېر ترهګر ډلو او خلکو اثاثې منجمد کولو، د سفر او وسلو په اړه د بندیزونو حکم ورکړی شوی ؤ.

د افغانستان د ولسي جرګې (پارلمان) یوه غړې شینکۍ کړوخېل پاکستان په دوه مخي سیاست تورنوي. هغې له وي او اې سره په خبرو کې ویلي، پاکستان ته د طالبانو د هیئت د سفر نه، پاکستان غواړي دوه ګټې ترلاسه کړي: یوه دا چې نړېوال فشار پر ځان کم کړي، او بل دا چې خپلې لوبې ته دوام ورکړي.

د افغانستان خارجه وزارت هم یو بیان جاري کړی او په هغه کې یې پر طالبانو غږ کړی چې د سولې مذاکراتو دپاره دې خپلې وعدې پر ځای کړي.

خو بل اړخ ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د افغان سولې د عمل خرابوونکي هم موجود دي چې غلط فهمۍ په منځ کې راوستلو هڅې کوي، خو حقیقت دا دی چې د افغانستان واضح اکثریت سوله غواړي او پاکستان په نیک نیتي سره د دوی مرسته کوي. د هغه وینا ده چې د پاکستان تګلاره په افغانستان کې مداخلت ندی.

XS
SM
MD
LG