لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قریشي: په افغانستان کې د تشدد د کمېدو بوج دې ټول صرف په طالبانو نه اچول کیږي


د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي وایي د طالبانو له وفد سره په کتنه کې یې دا موندلې چې طالبان د امن عمل پر مخ وړلو کې سنجیده دي او دوی په دې پوهیږي چې جګړه د دوی، د افغانستان، او د سیمې په ګټه نده.

شاه محمود قریشي د طالبانو له یو هیئت سره چې په کې د طالبانو د ډلې مرستیال او د دوحې د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او د طالبانو مشر مرکچي شیخ عبدالحکیم هم شامل و، وکتل او د دې ناستې وروسته یې په یو پرېس کنفرنس کې خبریالانو ته وینا وکړه.

قریشي وویل چې تمه کېده په افغانستان کې د تشدد کچه راټیټه شي، مګر د تمې خلاف اوس په تشدد کې کموالی نه لیدل کیږي. هغه زیاته کړه: "زمونږ خواهش دا دی چې په تشدد کې کمی راشي. خو دا ذمه واري یوازې په طالبانو نشي اچول کیدی. ټول اړخونه باید خپل کردار ادا کړي، دا چې ټول بوج صرف په طالبانو واچول شي، دا د به حقایقو برعکس وي."

خارجه وزیر دا هم وویل چي طالبان د افغانستان د امن په پروسه کې د پاکستان کردار ته په مثبته سترګه ګوري او ترې منندویه دي. د قریشي وینا ده چې "د طالبانو وفد د پاکستان د کردار ستاینه کوي او هغه مثبت ګڼي. هغوی شکرګذاره دي چې پاکستان څنګه د افغان مهاجرینو کوربه توب کړی دی."

د شاه محمود قریشي په وینا، د پاکستان خواهش دا دی چې په افغانستان کې تشدد کم شي او بیا دې ډزبندي وشي.

د پاکستان خارجه وزیر په نړېوالې ټولنې هم غږ وکړ چې د افغانستان په اړه دې ذمه وارانه عمل وکړي، او زیاته یې کړه: "هم د افغانستان په بیارغونه کې او هم د افغانستان په اقتصادي وده کې په کار ده چې نړېواله ټولنه خپل کردار ادا کړي."

قریشي تمه وښوده چې د بین الافغاني مذاکراتو بل پړاو به د جنوري په پنځمه پیل شي، خو دا یې هم وویل چې تر اوسه د مذاکراتو د ځای په هکله کومه فیصله نده شوې. هغه وویل د ځای دپاره مختلف وړاندیزونه شوي دي خو تر اوسه معلومه نده چې چېرته به خبرې دوام پیدا کړي.

خارجه وزیر دا هم وویل چې له دوحې نه اسلام آباد ته تللی د طالبانو وفد یا هیئت به له وزیراعظم عمران خان سره هم وګوري.

د طالبانو پلاوی په داسې وخت کې پاکستان ته سفر کړی چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو لومړې مرحله پای ته رسېدلې او دواړو اړخونو د سلامشورو دپاره شل ورځېنۍ وقفه اخیستې ده.

یاده دې وي چې تر دې وړاندې سږکال د اګست په میاشت کې طالبانو د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د دوحې نه اسلام اباد ته سفر کړی و، نو افغان دولت په دغه سفر نیوکې کړې وې او ویلي یې و چې پاکستان لخوا طالبانو ته د یو هیواد د استازو په توګه پروټوکول یا درناوی ورکول، د سفارتي اصولو په ضد عمل دی.

خو اسلام اباد ته د طالبانو د اوسني سفر په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت اعلامیه کې د طالبانو په سفر هیڅ رقم نیوکه نه ده شوې بلکې په دې اعلامیه کې د پاکستان د هغو هڅو درناوی شوی چې افغانستان کې د سولې دټینګښت په لاره کې یې کوي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG