لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

احسان الله احسان په کوم زندان کې دی؟ اوس به پرې کوم عدالت مقدمه چلوي؟


په کال ٢٠١۴ کې د پېښور په ارمي پبلک سکول د طالبانو په حمله کې د فضل خان یو زوی وژل شوی دی. فضل خان په پېشه وکیل او قانون پوهه دی. په سکول حمله کې تر د ١٣٠ پورې ماشومان وژل شوې او ذمه واري یې پاکستاني طالبانو منلې ده

د پاکستاني طالبانو ترجمان احسان الله احسان په کوم زندان کې دی او اوس به پرې کوم عدالت مقدمه چلوي؟

دغه پوپښتنې وکیل فضل خان کوي چې پېښور هايي کورټ ته خواست کې یې غوښتنه کړې وه چې احسان الله احسان سره دې د یو ملزمسلوک وشي، معاف دې نکړی شي او زر دې عدالت ته وړاندې کړی شي.

ایا حکومت یا پوځ احسان الله احسان ته معافي ورکولی شي او که نا؟ د دې قانوني لاره څه ده؟ په دې اړه وتلي قانون پوهه او وکیل قاضي انور وي او ای ډیوه ته وویل احسان الله احسان د پوځ په ولکه کې دی او هغه شرایط "یوازې پوځ او الله" ته معلوم دي چې ترمخه یې هغه تسلیم شوی دی.

قاضي انور وویل حکومت په ښکاره توگه دا غوښتنه نه ده کړې چې پوځ دې احسان الله احسان د "قامي مجرم" په توگه حکومت ته حواله کړي.

قاضي انور زیاته کړه چې ترڅو احسان الله احسان د پوځ په ولکه کې دی دا هغه د معافۍ یا د هغه پوځي عدالت ته د وړاندې کولو اختیار هم د پوځ سره دی.

د پاکستان پوځ د ٢٠١٧ د اپریل په میاشت کې مطبوعاتو ته وویل چې د پاکستاني طالبانو پخواني ترجمان او د جماعت الحرار ډلې مشر احسان الله احسان خپل ځان پاکستاني امنیتي چارواکو ته سپارلی دی.

د پوځ د دغه اعلان ورسته د پاکستان یو شمیر ټیلي وژن چینلونو احسان الله احسان سره مرکې وکړې. د هغه د مرکو ډیرو کتونکو داسې پام کولو چې احسان الله احسان واسټک او پکول اغوستي ښه تازه ښکاري دي او داسې محسوسیږي چې گنې هغه د یو قیدي په رنگ په زندان کې نه بلکې د میلمه په توگه ساتل شوی دی.

په کال ٢٠١۴ کې د پېښور په ارمي پبلک سکول د طالبانو په حمله کې د فضل خان یو زوی وژل شوی دی. فضل خان په پېشه وکیل او قانون پوهه دی. په سکول حمله کې تر د ١٣٠ پورې ماشومان وژل شوې او ذمه واري یې پاکستاني طالبانو منلې ده.

د احسان الله احسان سره د حکومت د رويي په تناظر کې فضل خان وي او ای ډیو ته وویل پېښور هايي کورټ ته خواست کې یې دوه بنیادي غوښتنې کړې وې، یوه دا چې احسان الله احسان ته دې عامه معافي ورنکړی شي او بله ده چې هغه دې زر تر زره عدالت ته وړاندې کړی شي.

فضل خان وویل د هغه په خواست د اورېدنې په مهال پېښور هايي کورټ شا او خوا یو کال وړاندې امر وکړو چې حکومت دې احسان الله احسان ازاد نکړي او عدالت ته دې وړاندې کړي.

فضل خان وویل پوځي مامورینو هايي کورټ ته باور ورکړو چې احسان الله احسان د تفتیش په غرض د امنیتي ادارو ولکه کې دی او په خپل نوبت به پوځي عدالت ته وړاندې کړی شي.

د پېښور په ارمي پبلک سکول د حملې وروسته د ترهگرۍ د مخنیوي په غرض حکومت په عارضي ډول پوځي عدالتونه قایم کړل.

فضل خان وویل د پوځي عدالتونو میعاد د سږ کال د جنورۍ په میاشت کې ختم شوی دی او حکومت پکې توسیع نه ده کړې.

فضل خان اوس دا پوښتنه کوي چې په داسې حال کې چې پوځي عدالتونه وجود نه لري نو په احسان الله احسان به کوم عدالت مقدمه چلوي؟ فضل خان دا پوښتنه هم کوي چې احسان الله احسان په کوم زندان کې دی؟ او ایا دا چې گني د ملزم په ډول ورسره سلوک کولی شي او که نا؟

فضل خان وویل د بډو رشوتونو په مقدمو کې د پاکستان پخوانی وزیر اعظم نواز شریف په کوم جیل کې دی؟ دا هم معلومه ده چې پخوانی صدر اصف علي زرداري په کوم قید کې دی؟ د نشۍ توکو د قاچاق په الزام نیول شوی د پاکستان مسلم لیگ غړی رانا ثناالله کوم ځای بند دی خو دا نه ده معلومه چې احسان الله احسان په کوم زندان کی دی؟

فضل خان وویل هغه په دې انتظار دی چې اوس به کوم عدالت په احسان الله احسان مقدمه چلوي؟

هغه وویل "دغه زمونږ ژړه فریاد دی، د یو متاثره کس په توگه باندې دا غوښتنه د ریاست نه چې انصاف راکه."

XS
SM
MD
LG