لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امینتي ادارې تاشفین ملک په کلې کې خلک میډیا سره خبرو ته نه پریږدي؟


کروړ لعل عیسن کې د تاشفین ملک اباۍ کور ته جرنده لگیدلې ده. گاونډ کې یو دوکاندار وايي کیلیفورنیا د پښې نه څو ورځې وړاندې دغه کور کې اوسیدونکې خلک چرته لاړل

د امریکې کیلیفورنیا ریاست په سین برندینو ښار کې د ١۴ کسانو په وژلو کې پاکستانۍ میرمن تاشفین ملک په ابائي کلې کروړ لعل عیسن او نزدې ملتان ښار کې د پاکستان امنیتي ادارې میډیا نه پریږدي چې د تاشفین ملک په اړه د خلکو سره خبرې اترې وکړي.

تاشفین ملک د لیه ضلعې په کروړ لعل عیسن کې د زیږیدو ورسته د خپل مور او پلار سره سعودي عرب ته لاړه.

د کال ٢٠٠٧ نه تر د کال ٢٠١٢ پورې تاشفین ملک د ملتان په بهاوالدین زکریه یونیورسټۍ کې د فارمیسي تعلیم ترلاسه کړو. د گل، دوشنبې، په ورځ مبطوعاتو رپوټونو کې ویل شوو چې فارمیسي د تعلیم سره سره هغې د ملتان په یوه مدرسه کې دیني تعلیم هم ترلاسه کولو خو بیا يي پریښودو.

اسلام آباد نه د وي او ای ډیوه خبریالان ارشد حسین او پیرولایت شاه کروړ لعل عیسن او ملتان ته تلي وو چې تاشفین ملک د خپلو خپلوانو ردعمل واخلي، د کورنۍ په اړه معلومات ترلاسه کړي او بهاوالدین یونیورسټۍ کې د هغې استازانو سره خبرې اترې وکړي.

خو پیر ولایت شاه وايي په کروړ لعل عیسن او هم په ملتان کې خبریالان د امنیتي ادارو د څارنې د لاندې وو، خلک يي میډیا سره د تاشفین ملک په اړه خبرو ته نه پریښودل او په یونیورسټۍ هم د امندتی ادارو مامورین پرپائې کړی شوي وو.

تاشفین ملک او د هغې خاوند سید رضوان فاروق چې امریکائي شهري وو، د شورو، چارشنبې، په ورځ د سین برنډینو ښار په یوه دستوره کې ناتاره ډزې وکړي. په نتیجه کې يي ١۴ کسان ووژل شو. ورسته، ښځه او خاوند هم پولیس سره د ډزو په تبادله کې ووژل شو.

د امریکې نیویارک ټائمز ورځپاڼه وايي په بهاوالدین زکریه یونیورسټۍ کې د تعلیم په مهال تاشفین ملک استازان د خپل قابلیت نه متاثر کړي وو خو هغې مذهبي رجحانات هم لرل، نقاب به يي اغوستی وو او د نارینا طالب علمانو به يي ځان لرې ساتلو.

د نیویارک ټائمز رپورټ وايی د طالب علمۍ په وخت کې تاشفین ملک خپل شناخت د یوې داسې میرمنې په توگه کړی وو چې په سعودي عرب کې يي د لویدو اثار پرې څرگند ښکاره کیدل.

په مطبوعاتو په څرگنده توگه د لگیدلې سختۍ په اړه د کروړ لعل عیسن او ملتان نه پیر ولایت شاه واشنگټن کې د ډیوه خیریالې ثمینه احسن ته څه داسې تیر کړی:

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:10 0:00


سېمې نه ارشد حسین نوشیروان سره تازه صورتحال شریک کړی:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:36 0:00

XS
SM
MD
LG