لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په "ټک ټاک" بندیز ولګوولو 


د ټولنيز رسينو فعالين وايي ټک ټاک نه يواځې د هېواد ځوان کول ته د خپل قابليېتونو د اظهار موقعې ورکوي بلکې د هېواد په زرهاو خلک ددې د لارې پېسې هم ګټى
د ټولنيز رسينو فعالين وايي ټک ټاک نه يواځې د هېواد ځوان کول ته د خپل قابليېتونو د اظهار موقعې ورکوي بلکې د هېواد په زرهاو خلک ددې د لارې پېسې هم ګټى

د پاکستان د مواصلاتو ادارې، پاکستان ټېلي کميونيکېشن اتارټي، د ټولنيز رسينو اپليکېشن ټک ټاک د غېرقانوني او غېر اخلاقي موادو خپرولو په تور بند کړی.

چينايي کمپنۍ ټک ټاک د پاکستان لخوا پر دې اپلیکېشن د بنديز لګولو په هکله لا کوم غبرګون نه دې ښودلې.

د پاکستان ټېلى کميونيکېشن اتارټي په جاري کړي اعلامیه کې لیکلي: په ټک ټاک خپریدونکي مواد او د دې په اړه د ترلاسه شوو شکایتونو د نوعيت په ترڅ کې یې دغه اېپليکېشن ته له وړاندې څخه خبردارۍ او د ټک ټاک څخه یې د ځواب ورکولو او غېرقانوني ان لاېن موادو ودرولو لپاره پوره وخت ورکړې وو. خو نوموړې کمپنۍ د دې ادارې په هداېاتو عمل ونکړای شو نو ځکه یې پدغه اپليکېشن پاکستان کې بندېز ولګوو.

د پاکستان ټېلي کميونيکېشن اتارټې په ټک ټاک دا بندېز پداسې وخت لګولی چې د جمعې په ورځ د پاکستان وزيراعظم عمران خان د فېسبوک چيف اپرېټنګ افسر سره ان لاېن لېده کاته کړي او د فېسبوک کمپنۍ لخوا یې په هېواد کې د پانګې اچونې هرکلی کړی او د کمپنۍ مشران یې په پاکستان کې نورېسرمایه کارۍ ته هڅولي دي.

د شميرو ترمخه پاکستان کې دا مهال شاوخوا پنځه (۵) کروړه خلک فېسبوک کاروي.

پاکستان د ټولنيز رسينو د څار فعال او د (بايټس فار ال پروګرام) مشر هارون بلوڅ وايي چې د سوشل مېډيا په اړه د حکومت پاليسي د تضاداتو ښکار ده. که یو لور ته وزیراعظم عمران خان د فېسبوک چارواکي په پاکستان کې پانګونو ته هڅوي نو بلخوا د ټک ټاک په څېر ګټه ور اپليکېشن تړي.

د پاکستان تحریک انصاف د حکومت د شمېرو ترمخه دا وخت په پاکستان کې نيزدې دوه (۲) کروړه خلک ټک ټاک کاروي. د ټولنيزو رسينو فعالين وايي ټک ټاک نه يوازې د هېواد ځوان کول ته د خپل قابليېتونو ښوودلو موقعې ورکوي بلکې د هېواد په زرګونو خلک د دې له لارې پېسې هم ګټي.

بل لور ته هارون بلوچ وايي، فېسبوک د نړۍ په کچه یوه لويه کمپني ده او مالک یې د دنیا په شتمنو شخصيتونو کې شمارل کېږي. دا کمپني پاکستان کې د پانګې اچولو سره د ټولنيز مسلو په اړه ولس کېبېداري هم خپرولی شي.

د ټک ټاک د ټرانسپېرنسي وروستي‌ راپور له مخه، ټک ټاک د تیر کال ۲۰۱۹ د جولای او ډسمبر میاشتو ترمنځ د ۴۹ میلیون څخه هم زیات شمېر ویډیوګانې لري کړي کوم چې د دې اپلیکشن د قواعدو پرضد وې.

ټک ټاک وايي د دغو لرې کړای شوو ویډیوګانو شاوخوا درییمه برخه د هندوستان څخه وې چیرې چې دغه چینايي اېپ اوس بند شوی دی.

همداراز په امریکا او پاکستان کې ۳ میلیونه ویډیوګانې له ټک ټاکه لرې کړای شوي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG