لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نړيوالې ترهگرۍ لپاره پیسې له کومې راځي؟


د امریکی یو څیړنیزه اداره وایي چې د ۲۰۰۴ کال نه تر ۲۰۱۳ پوری پر مختلونکو هیوادونو د غیر قانوني پیسو ویستلو راویستلو له امله نزدي ټریلیونه ډالرو تاوان کړي
د امریکی یو څیړنیزه اداره وایي چې د ۲۰۰۴ کال نه تر ۲۰۱۳ پوری پر مختلونکو هیوادونو د غیر قانوني پیسو ویستلو راویستلو له امله نزدي ټریلیونه ډالرو تاوان کړي

د امریکی یو څیړنیزه اداره وایي چې د ۲۰۰۴ کال نه تر ۲۰۱۳ پوری پر مختلونکو هیوادونو د غیر قانوني پیسو ویستلو راویستلو له امله نزدي ټریلیونه ډالرو تاوان کړي.

دغه رپورټ پاکستاني ورځپاڼی ټریبیون چاپ کړي او وايي چې زیان کي یوازي ۱۹۱۷ بیلیونه ډالر د پاکستان نه په غیر قانونی توگه وتلي.

ددي تر څنگ د غیر قانوني پیسو صادرونکو ۱۴۹ هیوادونو په فهرست کې پاکستان په ۱۰۹نمبر راغلی اود تیر یو لسیزي راهسی په نړي کي د غیر قانونی پانگو تر ټولو لوي ملک دي.

راپورونه وایي د ترهگرو ‌ډ‌لو د پیسو اړتیاوی که یوی خوا ته د پیسو لپاره تښتونو د مالدارو خلکو څخه په زوره د پیسو اخیستلو له لاري پوره کیږي نو بلي خوا د دغه ډلو فعالین د حوالي او جعلی بانکي حسابونو له لاري یو بل د پیسو لیږدونه کوي.

د دغو پیسو په حقله امریکا کې کولمیسټ او څیړنکار ډاکټر محمد تقي وایي ترهگر ډلو دوه مرکزي ځایونه دي چې یو سوریي او عراق تر منځ او بل افغانستان او پاکستان تر منځ سیمي دي. او دي وسله والو ته هم تنخواگاني، وسلو او تیلو لپاره خرڅ ورکوي. او په دي ډیر کار هم شوي. هغه زیاتوي چې سعودي هم په لویه پیمانه د ترهگرو مالي مرستي کوي او د مدرسو له لاري وهابی فکر خوروي.

په پاکستان کې یو څیړنکار پروفیسر خادم حسین وایي د ترهگري اقتصاد په دوو برخو کې ویښل شوي دي چې یو له خارج څخه د نغدوپیسو او دویم په داخل کې د بسپنړي یا چندي په بنړه ترهگر او تندروه سازمانونه تر لاسه کوي.

د ده په وینا د داسي مالي مرستو رسمي حساب کتاب هم نه وي. هغه ووایی منځني ختیځ، جنوبي اسیا او منځني اسیا هیوادونو نه دوي سره مرستي کیږي.

تیر اکتوبر کښې د پاکستان وزیر اعظم نوازشریف د امریکی ولسمشر براک اباما ته باور ورکړي وو چې ترهگرو لپاره د مالې مرستومخه نیسي. د هغه دغه قول د امریکی اړ پاکستان د گډي اعلامیي برخه هم وه.

د امریکا ولسمشر براک اباما په دي اړوند ووییلي مونږ به داعش وسله والي ډلي ته ماتي ورکوو. دا کار مونږ داسي عملي کوو چي د هغوي مالي مرستي پري بندی کړو او د وسلو تر لاسه کوولو لاري هم وتړوو. او بیا د امریکا کانگرس یو غړي (ټیډ پو) ډیوه رډیو ته په یوه ځانگړي مرکه کي وییلي داعش نه یوازي منځني ختیځ د گواښه سره مخ کړي بلکه د ټولي نړي لپاره غټ خطر جوړ شوي دي. دا وسله واله ډله د سولی او امن غوښتونکو لپاره هم لوي خطر جوړ شوي.

هغه زیاتوي چی داعش د ختمولو لپاره امریکا او ټولي نړي ته پکار دي لاس سره ورکړي.

ډینیل مرکي (د څیړنیزی اداری کارکوونکي) وایي: چې د ولسمشر اوباما خبره ډیره مهمه ده چې په هغه هیوادونو لکه سعودي عربستان او نورو باندې فشار راویستل پکار دي.

په دي وروستیو کې د ملگروملتونو امنیتي شورا هم د غړو هیوادونو په مرسته یوی پریکړي ته رسیدلی او ډیر زر به د سخت دریځی ډلۍ مالي سرچینو لاري تړي. راپورونه وایی ددی ترهگرو ډلو ډیري پیسي د تیلو او د نشه یي توکو د قاچاق له لاري تر لاسه کیږي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG