لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني سیاسي گوندونه طالبانو سره د مذاکراتو ملاتړ کوي


اسلام آباد کې د وزيراعظم نوازشریف په مشري کې کانفرنس کې په پارليمان کې موجودسياسي ګوندونو نمايندګانو، د څلورو صوبو اعلي وزيرانو نه علاوه دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني اؤ د آي ايس آي مشر هم شامل وؤ
اسلام آباد کې د وزيراعظم نوازشریف په مشري کې کانفرنس کې په پارليمان کې موجودسياسي ګوندونو نمايندګانو، د څلورو صوبو اعلي وزيرانو نه علاوه دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني اؤ د آي ايس آي مشر هم شامل وؤ
د ترهه گرۍ خلاف اؤ قامي سلامتيه دپاره په يوه تګ لار غور د پاره ټول ګونديز کانفرنس کې د امن د قيام د پاره طالبانو سره مذاکراتو باندي سياسي ګوندونو اتفاق ښودلی دی.
اسلام آباد کې د وزيراعظم نوازشریف په مشري کې کانفرنس کې په پارليمان کې موجودسياسي ګوندونو نمايندګانو، د څلورو صوبو اعلي وزيرانو نه علاوه دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني اؤ د آي ايس آي مشر هم شامل وؤ.
غونډه کې د امن قيام دپاره شپږ نکاتي پريکړه منطوره کړي شوي ده چي پکـې وړمبۍ نکته دا ده چي د اولس اؤ سياسي قيادت په پوځ مکمل اعتماد دی اؤ د پولو حفاظت دي يقيني کړی شي اؤ دا چي د ترهه ګرۍ له وجي ډير خلق متاثره شوي دي اؤ ځکه د امن قيام د پاره ټولو سياسي ګوندونو د مذاکراتو لاره خپلولو باندي اتفاق خودلي دی.
قبائیلي سيمو کې ترهه ګرو خلاف ډرون بريدنه د پاکستان سلامیته خلاف گرځول شوي دي اؤ پريکړه کې کې ويلی شوي دي چي دا معامله به امريکي سره پورته کولي شي اؤ دا به د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل ته هم وړل کيږي. پريکړه کې دا هم وویل شوي چي د قبايلي سيمو معاملو اؤ هلته مذاکراتو باندي به د خيبر پښتون خوا حکومت هم په اعتماد کې اغستلی کیږي.
د ټول گوندیز کانفرنس متفقه پریکړه وايي د بلوچستان اؤ سند صوبي معاملات به صوباي حکومتونه گوري.
په پريکړه کې دا هم ويلی شوي دي چي بلوچستان صوبي حالاتو باندي به هم زر دغه شان ټول ګونديز کانفرنس کوټه کې رابللی شي.
په دي خبري هم اتفاق شوي دي چي قبايلي سيمو کې د ترهه گرۍ په وجه بې کوره شوي خلقو د بيا ودانۍ د پاره دې زر عملي ګامونه پورته کړی شي.
غونډه کې کال ٢٠١١ ټول ګونديز کانفرنس حواله هم وړکړی شوه اؤ ويلي شوي دي چي د مذاکراتو د لارې دي مسلي حل کړی شي اؤ پارليماني پريکړو په ړڼا کې يو خود مختاره پاليسي دي جوړه کړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG