لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم ترهگري د اقتصادي پرمختگ په لار کې خنډ گرځولی

 وزيراعظم دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې تيره ورځ اسلام اباد کې  ترسره شوي ټول گونديز کانفرنس کې  دترهه گرۍ دستونزې  دهواري لپاره په متفقه توگه طالبانو سره  دمذاکراتو پيل کولو فيصله شوې ده
وزيراعظم دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې تيره ورځ اسلام اباد کې ترسره شوي ټول گونديز کانفرنس کې دترهه گرۍ دستونزې دهواري لپاره په متفقه توگه طالبانو سره دمذاکراتو پيل کولو فيصله شوې ده
دپاکستان وزيراعظم ميا محمد نواز شريف وئيلي دي چې ترهه گري اؤ تندلاريتوب دپاکستان داقتصادي پرمختيا په مخه کې ستر خنډ دى.
وزيراعظم دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې تيره ورځ اسلام اباد کې ترسره شوي ټول گونديز کانفرنس کې دترهه گرۍ دستونزې دهواري لپاره په متفقه توگه طالبانو سره دمذاکراتو پيل کولو فيصله شوې ده.
دنهې په ورځ اسلام اباد کې دوفاقي کابينې ځانگړې غونډې ته پخپله وينا کې وزيراعظم نواز شريف وويل هيواد ديو سخت پړاؤ څخه تيريږي اؤ پاکستان په اقتصادي توگه مضبوطول دهغه دحکومت په ترجيحاتو کې شامل دي.
وزيراعظم وويل ترهه گرۍ هيواد کې اقتصادي هلې ځلې سختې ځپلي اؤ تندلاريتوب به نور نۀ زغمل کيږي.
هغه وويل بدعنوانۍ اؤ ناقصې کارکردگۍ دپي ائي اى پشمول نورو ادارو ته داربونو روپو زيان رسولى دى.
دوفاقي کابينې دغه غونډې ته دملائيشيا دمعاشياتو وزير داتو سري ادريس دخپل هيواد دتُندې پرمختيا په اړه حال احوال تير کړى.
This item is part of
XS
SM
MD
LG