لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: په پاکستان کې سږ کال د ترهګرۍ په ۱۹۱ پېښو کې ۴۳۷ کسان وژل شوي 


د کوټې مطبوعاتي مرکز مخې ته چاودنه کې په ۱۷ فرورۍ د لسو تنانو د وژلو او ۳۵ زخمي کيدو په صورت رپورټ شوي
د کوټې مطبوعاتي مرکز مخې ته چاودنه کې په ۱۷ فرورۍ د لسو تنانو د وژلو او ۳۵ زخمي کيدو په صورت رپورټ شوي

د ترهګرۍ د څارنې ساوت اېشيا ټېررزم پورټل نومې وېب پاڼې شمېر ترمخه سږ کال د دسمبر ۲۴ نېټې پورې په پاکستان کې ټولې ۱۹۱ د ترهګرۍ پېښې رپورټ شوي چې پکې ۴۳۷ تنان وژل شوې دي.

د رپورټ ترمخه په وژل شویو کسانو کې ۱۶۷ عام وګړي،۱۷۱ د امنيتي ادارو غړي او ۱۵۹ وسله وال شامل دي۔

ادارې ویلي تېر کال ۱۳۶ د ترهګرۍ پېښې رپورټ شوې وې او ۳۶۵ تنان پکې وژل شوي وو۔

د وېب پاڼې ترمخه سږ کال د جولای په مياشت کې تر ټولو زيات ۳۲ د ترهګرۍ سره تړلې د وژنو پېښې رپورټ شوې او تر ټولو کمې "څلور" د مارچ په مياشت کې مخې ته راغلې وې۔

د وېب پاڼې ترمخه په خېبر پښتونخوا کې سږ کال ۷۸ پېښې رپورټ شوي چې ۲۱۶ تنان پکې وژل شوي دي، تېر کال د دغه ډول پېښو شمېر ۱۶۱ و او ۱۳۰ تنا پکې وژل شوي وو۔

څيړونکي وايي د ترهګرۍ زياتې پېښې په بلوچستان، خېبر پښتونخوا او په خصوصي توګه قبايلي ضلعو کې رپورټ شوي دي۔

د فاټا ريسرچ سنټر يو مشر منصور خان محسود وايي دغه سيمو کې د ترهګرۍ پېښو کې د اضافې لويه وجه په افغانستان کې روانې د امن خبرې اترې او د پاکستان مخالفه وسله والو ډلو رايوځای کيدل دي۔

منصور خان وايي افغان طالبانو د امريکه سره خبرو اترو کې يو شرط خپله خاوره د کوم بل هېواد پرضد نه استعمالول هم وو چې له وجې يي تحريک طالبان شان ډلې اوس پخوانۍ قبائيلي سيمو کې د پخوا په څېر د مرکزونو جوړولو په لټه کې دي۔

د پاکستان د پوځ پخوانی بريګډير سېد نذير وايي په پاکستان کې د ضرب عضب نومې عملياتو وروسته د پخوانۍ قبايلي سيمو نه وسله والو مرکزونه ختم کړې شوي دي او هلته تر ډيره حده امن پرځای شوی دی خو د وسله والو ضد دا يو غېر روايتي جنګ دی او د تشدد په پېښو کې کمې زياتې به په راتلونکي کلونو کې هم ليدل کيږې۔

د ساوت ايشيا ټېررزم پورټل نومې وېب سائټ ترمخه په کال ۲۰۲۰ کې تر ټولو لوې د ترهګرۍ پېښو کې په ۱۹ فرورۍ په بلوچستان کې د ۱۶ پوځي عسکرو د وژل کيدو، د کوټې مطبوعاتي مرکز مخې ته چاودنه کې په ۱۷ فرورۍ د لسو تنانو د وژلو او ۳۵ زخمي کيدو په صورت رپورټ شوي۔

دې ترڅنګ په ۲۹ جون د کراچۍ سټاک ايکسچېنج باندې د ترهګرو بريد کې درې د سيکيورټي اهلکار او څلور ترهګر وژل شوې وو او په ۲۷ اکتوبر په پېښور کې په ديني مدرسه کې چاودنې اته تنا وژلې او يو شمېر ټپيان کړي وو۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG