لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پوځ: په شمالي وزیرستان کې درې عسکر او دوه وسله وال وژل شوي


د پاکستان پوځ په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د عملیاتو وروسته ویلي چې سیمه یې د وسله والو نه خالي کړې ده

د پاکستان پوځ ویلي په شمالي وزیرستان کې د پوځ او وسله والو په جګړه کې د یو افسر په شمول درې عسکر او دوه وسله وال وژل شوي دي.

د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار وویل امنیتي ځواکونو په دوسلي کې د استخباراتی معلوماتو په بنیاد د ترهګرو په ضد عملیات کول چې وسله والو پې ډزې وکړې.

د ايي اېس پي ار ترمخه په ډزو کې د پوځ یو کپتان او دوه نور عسکر ووژل شوو او عسکرو په ځوابي ډزو کې دوه وسله وال ووژل.

پوځ د پېښې په اړه نور تفصیل نه دی ورکړی او نه یې هم دا ویلي چې مشکوک وسله وال د کومې ډلې وو.

د پاکستاني طالبانو تحریک دا برید تایید کړی دی، محمد خراساني چې ځان د دې ډلې ویاند بولي رسنیو ته په لېږلي بیان کې دعوه کړې چې له پوځ سره په نښته کې یې څو پوځیان وژلي او ګڼ شمېر یې ټپیان کړي دي.

شمالی وزیرستان میں فوج او طالبان کے درمیان جھڑپ کیپٹن فہیم عباس سمیت کئی فوجی اہلکار ہلاک اورمتعدد زخمی ...

شمالي وزیرستان په یو وخت کې د القاعده، حقاني ډلې او د پاکستاني طالبانو په شمول د یو شمېر وسله والو مرکز ګڼل کېدو.

د پاکستان پوځ په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د عملیاتو وروسته ویلي چې سیمه یې د وسله والو نه خالي کړې ده.

خو ځايي اوسېدونکي په سیمه کې امن او امان په صورتحال تشویش څرګندوي او وايي اوس هم په سیمه کې وخت په وخت د بد امنۍ پېښې کېږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG