لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رحمان ملک : دمولوي فقيرمحمد سپارنې لپاره به انټرپول سره رابطه کولى شي


 افغان چارواکو څو ورځې دمخه اعلان کړى ؤ چې دپاکستاني طالبانو دتحريک پخوانى مرستيال اؤ په قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې دطالبانو مشر مولوي فقيرمحمد يې د ننگرهار بټي کوټ اولسوالۍ کې دخپلو څلورو نورو ملگرو شاهد عمر، مولانا حکيم الله باجوړي، مولانا ترابي اؤ فاتح سره نيولى دى
افغان چارواکو څو ورځې دمخه اعلان کړى ؤ چې دپاکستاني طالبانو دتحريک پخوانى مرستيال اؤ په قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې دطالبانو مشر مولوي فقيرمحمد يې د ننگرهار بټي کوټ اولسوالۍ کې دخپلو څلورو نورو ملگرو شاهد عمر، مولانا حکيم الله باجوړي، مولانا ترابي اؤ فاتح سره نيولى دى
دپاکستان دکورنو چارو وزير رحمان ملک دخالي په ورځ وئيلي دي چې پاکستان به ډير زر دتندروه کمانډر مولوي فقيرمحمد دسپارنې لپاره انټرپول سره رابطه وکړي.
اسلام اباد کې ميډيا سره دخبرو په مهال دکورنو چارو وزير وويل مولوي فقيرمحمد افغانستان کې بندي دى اؤ دهغه دسپارنې لپاره به افغان چارواکو سره دانټرپول په ذريعه رابطه کولى شي.
هغه وويل دحکيم الله محسود اؤ ولي الرحمان پشمول دې نور طالب کمانډران وسله وغورځوي اؤ مذاکرات دې وکړي ، ورته به دقانون مطابق اسانتيا ورکولى شي.
دافغانستان داستخباراتي ادارې چارواکو دگل په ورځ طالب کمانډر مولوي فقيرمحمد ديوې سرحدي سيمې څخه نيولى ؤ اؤ دپاکستان خارجه دفتر دزيارت په ورځ افغان حکومت څخه دهغه دسپارنې غوښتنه کړې وه.
خو دافغانستان دبهرنو چارو دوزارت وياند جانان موسي زي تيره ورځ پخپل يو بيان کې پاکستان ته دمولوي فقير دسپارنې څخه انکار کړى ؤ اؤ وئيلي يې وؤ چې داسلام اباد اؤ کابل ترمينځ دبنديانو يو بل ته دورکړې راکړې په اړه کوم تړون نشته.
مولوي فقيرمحمد دتحريک طالبان پاکستان يو فعاله کمانډر اؤ په قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې دطالبانو امير دى، خو حکومت سره دټي ټي پي دترسره شوؤ امن مذاکراتو په اړه ميډيا ته په بيان جاري کولو هغه پاکستاني طالبانو تيرکال دخپلې عهدې څخه برطرف کړى ؤ.
افغان چارواکو څو ورځې دمخه اعلان کړى ؤ چې دپاکستاني طالبانو دتحريک پخوانى مرستيال اؤ په قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې دطالبانو مشر مولوي فقيرمحمد يې د ننگرهار بټي کوټ اولسوالۍ کې دخپلو څلورو نورو ملگرو شاهد عمر، مولانا حکيم الله باجوړي، مولانا ترابي اؤ فاتح سره نيولى دى.
دپاکستاني طالبانو تحريک سره دخبرو په اړه دکورنو چارو وزير رحمان ملک وويل پاکستاني طالبان حکومت سره دمذاکراتو خبره کوي خو په دغه معامله کې سنجيده نۀ ښکاري.
رحمان ملک ټي ټي پي ته دامن دلارې دخپلولو مشوره ورکړه اؤ زياته يې کړه چې بايد هغوي حکومت سره دخبرو اترو دمشرۍ لپاره يوه ډله وټاکي.
هغه وويل وسله وال پوځونه اؤ استخباراتي شبکې په غوره ډول خپل کار کوي اؤ دسياسي مشرانو څخه يې غوښتنه وکړه چې په داسې حال کې چې ترهه گريز بريدونه روان دي بايد هغوي دانټلي جنس ناکامو ته دگوتنيونې څخه ډډه وکړي.
هغه وويل چې دترهه گرو تر ټولو لويې هدف اسلام اباد دى اؤ وې وئيل چې په بلوچستان کې چې کوم ترهه گر خپل فعاليتونه ترسره کوي حکومت به دهغوي په ضد دطاقت استعمال کوي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:55 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG