لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په یو بل د حملو وروسته، پاکستان او ایران تاوتریخوالی په کمولو متفق شول


د ایران او پاکستان شخړه د نهې، سه شنبې، په ورځ پس له دې راپورته شوه چې ایراني ځواکونو د پاکستان په پنجګور سیمه کې د مزایل او ډرون حمله وکړه. ایراني مطبوعاتو وویل په حمله کې د جېش العدل نومې وسله والې ډلې دوه مرکزونه تباه کړی شوو
د ایران او پاکستان شخړه د نهې، سه شنبې، په ورځ پس له دې راپورته شوه چې ایراني ځواکونو د پاکستان په پنجګور سیمه کې د مزایل او ډرون حمله وکړه. ایراني مطبوعاتو وویل په حمله کې د جېش العدل نومې وسله والې ډلې دوه مرکزونه تباه کړی شوو

پاکستان او ایران د جمعې په ورځ متفق شول چې د یو بل په خاوره په وسله والو د حملو وورسته تاوتریخوالی کم او سفارتي تعلقات بحال کړي.

د پاکستان خارجه وزارت ترمخه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جېلاني د خپل ایراني هم منصب حسین امیر عبداللهیان سره په ټېلې فون خبرې وکړې او دواړه د سولې مفاهمت ته ورسېدل.

د پاکستان خارجه وزارت په یو بیان کې وویل دواړه خارجه وزیران متفق شول چې د ترهګرۍ او د دوه اړخیزه تشویش په نورو مسلو په لوړ کچه همکاري به مضبوطوي. "دوی تاوتریخوالی په کمولو هم متفق شول."

دواړو خارجه وزیرانو د یو بل ملکونو ته خپل سفیران د ستنولو په موضوع هم خبرې وکړې.

د ایران او پاکستان شخړه د نهې، سه شنبې، په ورځ پس له دې راپورته شوه چې ایراني ځواکونو د پاکستان په پنجګور سیمه کې د مزایل او ډرون حمله وکړه. ایراني مطبوعاتو وویل په حمله کې د جېش العدل نومې وسله والې ډلې دوه مرکزونه تباه کړی شوو.

پاکستان د ایراني د حملې غندنه وکړه او ویې وېل په حمله کې دوه ماشومان ووژل شوو او ګڼ شمېر نور ملکي کسان زخمیان شول. د شورو، چهارشنبې، په ورځ پاکستان اعلان وکړو چې ایران نه خپل سفیر ستنوي او په اسلام اباد کې ایراني سفیر ته ملک نه د وتلو امر شوی دی.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ پاکستان وویل په "مرګ برسرمچار" عملیاتو کې یې د ایران په خاوره د ترهګرو پټن ځایونه وېشتلي دي.

ایران وویل د پاکستان په حملو کې نهه غېر ملکیان وژل شوي چې زیاتره ښځې او ماشومان دي.

د دواړو ملکونو په یو بل غېر معمولي حملو په سیمه کې تاوتریخوالي د زیاتېدو ویره راوپاروله، په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې د اسرایل او د حماس جنګ هم دوام لري.

د پاکستان خارجه وزارت وویل د ایراني هم منصب سره خبرو کې جېلاني د دواړو ملکونو د وروڼو په شان د تعلقاتو ذکر وکړو او لوظ یې وکړو چې پاکستان ایران سره د دوه اړخیزه اعتماد او همکارۍ په بنیاد کار کول غواړي. هغه زیاته کړه پکار ده چې د همکارۍ بنیاد په علاقيي سلامتیا او د خود مختارۍ په احترام وي.

په اسلام اباد کې د ایران سفارتخانې په اېکس، پخواني ټوېټر، وویل عبداللهیان تعلقات په لوړه کچه د بحالولو په لړ کې "ډېرې ښې" خبرې وکړې او دواړه ملکونه تاوتریخوالي د کمولو او د یو بل ملک ته سفیران د بېرته لېږلو په اړه "نوی رېکارډ" قایمولی شي.

ایراني سفارت وویل د ایران او پاکستان خارجه وزیران به د یو بل ملک ته د دورو تبادله هم کوي.

د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ د جمعې په ورځ د پوځ او حکومت لوړ رتبه چارواکو سره ایران سره د شخړې په اړه خبرې وکړې.

ملګرو ملتونو، امریکې، چین او ځینو نورو ملکونو په ایران او پاکستان غږ کړی و چې تاوتریخوالی زیاتولو نه دې ډډه وکړي.

په ایران کې د حملو په اړه د پاکستان پوځ‌ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل چې په ایران کې یې د بلوچ لېبرېشن فرنټ او بلوچ لېبرېشن ارمي، بي اېل ای، مرکزونه وویشتل. دواړه ډلې وخت په وخت په پاکستاني امنیتي ځواکونو د حملو ذمه واري مني.

امريکې بي اېل ای ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

ایران وویل د پاکستان په خاوره حملو کې يې د سني ډلې جېش العدل مرکزونه په ډرون او په مزایلو وویشتل. ایران په دغه ډلې په خپلو امنیتي ځواکونو د حملو الزام لګوي.

ایران او پاکستان قریباً 900 کلومېټر مشترک سرحد لري او د دواړو ملکونو په سرحدي سیمو کې د کلونو راهسې بېلتون خوښتونکي ډلې او سمګلران فعالیتونه لري. دواړه ملکونه په یو بل دا الزام هم لګوي چې په پوله د امنیت مناسب انتظام نه کوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG