لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان خپل هيواد کې دافغان کډوالو دپاتې کيدو موده غځوي


دپاکستان نوي حکومت پخپل هيواد کې په قانوني ډول دميشته افغان کډوالو دپاتې کيدو دمودې سيوا کولو پريکړه کړې ده.
لۀ دې وړاندې پاکستان امر کړى ؤ چې دهيواد څخه دې يې ټول افغان کډوال د کال 2012ء تر پايې اوځي خو وروستو دملگرو ملتونو په غوښتنه دغه موده د روان کال د جون دمياشتې 20مې نيټې پورې غځول شوې وه.
دپاکستان دانگريزي ژبې ورځپاڼې ډان پخپل يو راپور کې ويلي دي چې اوس دپاکستان نوي حکومت يو ځل بيا د افغان کډوالو دپاتې کيدو موده کې دپراختيا پريکړه کړې ده.
دا مهال په پاکستان کې 1.6 ميليونه افغانان په قانوني ډول ميشته دي، چې دهغوي دجملې څخه لس لکه په خيبرپښتونخوا کې اوسيږي.
کۀ چرې پاکستان دهغوئ دپاتې کيدو موده سيوا نۀ کړه نو دراتلونکې مياشتې دلمړۍ نيټې څخه به پاکستان کې ددغو ټولو افغان کډوالو پاتې کيدل غيرقانوني اعلان شي.
دافغان کډوالو کمشنر ضياء الرحمان وايي اوس مهال هم د پينځلسو لکو څخه زيات افغانان په پاکستان کې په غيرقانوني توگه اوسيږي.
افغان کمشنر وايي دپاکستان د کډوالو د چارو نوي وزيرعبدالقادر بلوچ ته پاکستان کې دميشته ټولو افغانانو په هکله معلومات ورکړل شوي دي اؤ هغه به دغه معامله دکابينې غونډه کې راپورته کوي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

د ونې په پاڼو د انځورونو جوړول یا لیف ارټ هنر
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:38 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:55 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG