لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خواجه سرا د خپلو حقوقو غوښتنه کوي, وايي ټولنې نظر انداز کړې


پاکستان کې د نورو اقلیتونو په څیر د هیواد هیجړاگان یا په نورو ټکو کې خواجه سرا هم سر ټکوي چې دوي سره د برابرۍ په ځایې امتیازي سلوک کیږي او دا سلوک نه یوازې په ټولیزه کچه بلکې ریاستي او حکومتي ادارو کې هم روان دی.
پاکستان کې د نورو اقلیتونو په څیر د هیواد هیجړاگان یا په نورو ټکو کې خواجه سرا هم سر ټکوي چې دوي سره د برابرۍ په ځایې امتیازي سلوک کیږي او دا سلوک نه یوازې په ټولیزه کچه بلکې ریاستي او حکومتي ادارو کې هم روان دی.

پاکستان کې د نورو اقلیتونو په څیر د هیواد هیجړاگان یا په نورو ټکو کې خواجه سرا هم سر ټکوي چې دوي سره د برابرۍ په ځایې امتیازي سلوک کیږي او دا سلوک نه یوازې په ټولیزه کچه بلکې ریاستي او حکومتي ادارو کې هم روان دی.

د هیجړاگانو د ستونزو او ددې د هواري لړ کې یو پروگرام سوسایټي فار ډیویلپمنټ او اویر گرلز نومې غیر دولتي ادارو په شریکه پیښور کې راجوړ کړی وو چې پکې نه یوازې د صوبې د بیلا بیلو سیمو هیجړاگانو بلکې قانون پوهانو او د بشري حقونو مبارزینو برخه واخیسته.

په دغه موقع د هیجړاگانو د ټولنې مشرې نیلي ډیوه راډیو او ټي وي سره د خبرو په وخت وویل د اوږدې مبارزې نه پس يي اوس شناختي کارډ کې خپل شناخت تر لاسه کړی دی او د جنس خانه کې د نارینه یا زنانه په ځایې اوس خواجه سرا لیکې او دغه راز انتخاباتو کې د رایې ورکولو حق لري او د امیدوار په توگه هم اودریدی شي.

خو نیلي زیاتوي زنانه او نارینه دواړه د زکات اخستو حق لري خو هیجړاگانو ته دې کې برخه نه ورکول کیږي دغه راز د خواجه سرا مشره وایي کله چې ناروغه شې نو روغتون کې نه خو د نارینه و وارډ کې او نه هم د زنانه و وارډ کې داخیلیدی شي او غوښته کوي باید هسپتالونو کې ددوي لپاره خصوصي ځایونه جوړ کړی شي. یوه بله خواجه سرا نگاهین وايي خپلو دیرو کې په قلاره ناستې وې او ناساپي خلق راشي او ورسره زور زیاتی وکړي خو د تپوس يي هیڅ څوک هم نیشته. وايي که تاڼې ته شکایت له لاړ شې نو هلته تور هم په دوي ولګول شي.

هیجړاگانو کې د خپلو حقونو د پوهې بیدارولو ددغه پروگرام منتظمه میرمن سبا اسماعیل وايي دوي د ډیرې مودې راهسې په دې موضوع کار کوي او دې نتیجې ته رسیدلي دي چې هیجړاگانو ته د خپلو ستونزو په اړه معلومات شته خو د کم تعلیم او ټولیز ژوند کې د غیر فعالیت له امله نه پوهیږي چې د خپل حق لپاره به غږ څنگه پورته کوي او ددوي د تنظیم مقصد هم دادی چې دوي نه یوازې هیجړاگانو ته د تنظیم سازۍ او په گډه د مبارزې هنر وښایې بلکې د بشري حقونو نور تنظیمونه، حکومت او مطبوعاتي ادارې هم ددوي د ستونزو نه خبر کړي.

دغه پروگرام ته د خیبر پښتونخوا د زنانه و لپاره د قوانینو جوړولو د کمیسون مشره میرمن نیلم طورو هم راغوښتل شوې وه او نوموړې په دغه موقع وویل زنانه که دلته ستونزو سره مخ دي نو خواجه سرا بيا زیات مشکلات ځکه لري چې ددوي لپاره موثره غږ نه پورته کیږي. ډیوه راډیو او ټي وي سره خبرو کې میرمن نیلم وویل کمیسون په بنیادي توگه د زنانه و د حقونو او ښیگړو قوانینو سفارشات صوبایي اسمبلۍ ته لیږي اونه پوهیږم چې کمیسون کې به د هیجړاگانو د بشري حقونو خبره څنگه کوم خو هڅه به کوم چې ددوي د حق اواز هر ځایې پورته کړم. نیلم وایي هیجړاگانو ته خو هډو د انسان په نظر کتلی نشي حالانکې دې کې ددوي هیڅ قصور نیشته ځکه چې دوی خدایې پاک هیجړاگان پیدا کړي دي او باید هر وزارت او هره محکمه کې د قانون سازۍ په ذریعه د دوي د حقونو خیال وساتل شي.

هیجړاگانو سره زور زیاتی عامه خبره ده او تر دې چې دوي قتل کړی شوي هم دي او دداسې پیښو د مخنیوي لپاره تیر صوبایي حکومت د ښار ټولې تاڼې پابندې کړې وې چې کوم هیجړاگان چرته دموسیقۍ پروګرام له د شپې چا سره ځي نو تاڼه به د یو ضمانتي شناختي کارډ ځان سره جمع کوي او پروګرام به د شپې د دولسو بجو نه مخکې ختموي، خو ددې گامونو باوجود هم هیجړاگانو سره د تشدد پیښې رامینځ ته کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG