لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په ډزو دوه نور نرښځيان وژل شوي


پولیس وایي دا پېښه دپنجاب په ګجرانواله سیمه کې رامخې ته شوې چې پکې دشهزادي اؤ زیني په نوم دوه نرښځي وسله والو د کور دننه په ګولیو ویشتلي اؤ‌ وژلي دي.

دپاکستاني رسنیو له مخې پولیسو د وژل شوؤ نرښځیانو مړي د پوسټ مارټم دپاره روغتون ته وړي خو د هغوئ وژونکي له موقعې تښتیدلي دي،

ددې پېښې مقدمه د لدهیواله وړائچ پولیس تاڼه کې درج کړل شوې اؤ ددغه تاڼې دپولیسو مشر رسنیو ته ویلي چې دپېښې پلټنې یې پیل کړي اؤ‌ ډير زر به دې پېښه کې ککړ کسان ونیول شي.

رسنۍ وایي په دغه پېښه دپنجاب نرښځیانو سخت احتجاج کړی اؤ له حکومت یې غوښتي چې په دې وژنو کې ککړ کسان دې ګرفتار اؤ‌ ورته دې سخته سزا ورکړل شي.

دغو نرښځیانو دحکومت نه د تحفظ غوښتنه هم کړې ده
تر دې وړاندې هم دپاکستان په بیلابیلو سیمو کې یو شمیر نرښځيان د وسله والو په ډزو وژل شوي اؤ ګڼ شمیر د جنسي ځورؤنو ترڅنګ د بدني تشدد سره هم مخ شوي دي.

پېښور کې دنرښځیانو د اتحادیې د شمیرو له مخې یوازې په خیبر پښتونخوا صوبه کې د کال 2015م راهسې په 73 نرښځيان وژل شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې د نرښځيانو د حقونو دپاره کار کوونکی تېمور کمال وايي، د نرښځيانو د وژنې مقدمې درج شي خو بيا وروسته په عدالتونو کې دوی ته انصاف نه ترلاسه کيږي.

ډیوه ته هغه ویلي دوی غواړي چې که د نرښځيانو د وژنو مقدمې د رياست په مدعيت کې درج کړی شي نو بيا تمه کېدی شي چې دوی ته انصاف ترلاسه شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG