لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قبايلي ضلعو د پارلمان غړي وايي ترقیاتي منصوبې د پوځ او سول افسرانو په خوښه تیارې کړی شوې دي


د جنوبي وزیرستان نه د قومی اسمبلۍ غړي علي وزیر د ډیوه په هېلو وي او ای پروگرام کې خپل بحث کې وویل چې د مشاورت خبره خو ډېره لرې ده دوی خو د دې نه هم نه دي خبر چې حکومت څه قسمه ترقیاتي منصوبې تیارې کړې دي
د جنوبي وزیرستان نه د قومی اسمبلۍ غړي علي وزیر د ډیوه په هېلو وي او ای پروگرام کې خپل بحث کې وویل چې د مشاورت خبره خو ډېره لرې ده دوی خو د دې نه هم نه دي خبر چې حکومت څه قسمه ترقیاتي منصوبې تیارې کړې دي

په قبایلي ضلعوکې د تحریک انصاف او د نورو گوندونو د پارلېمان غړي وايي حکومت ورسره د ترقیاتی منصوبو په اړه نه مشاورت کړی، نه یې خبر کړي دي او ټولې منصوبې د پوځ او سول افسرانو په خوښه تیارې کړی شوي دي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د وي او اې ډیوه سره د خبرو په وخت د خېبر ضلعې نه د تحریک انصاف گوند د قومي اسمبلۍ غړي اقبال افریدي وویل پرون یې د قبايلي ضلعو د ترقیاتي منصوبو په اړه د مشاورتي غونډې نه ځکه بیائیکاټ وکړو چې په دغه منصوبو کې ورسره مشاروت نه دی شوی.

د خېبر پښتونخوا حکومت وايي چې د ملگرو ملتونو د پرمختیا ادارې (یو اېن ډي پي) په تکنیکي مرسته یې د قبايلي ضلعو لپاره د لسو کالو ترقیاتی منصوبې تیارې کړې دي چې د لگښت اندازه یې او په دغو ١٢٢٧.٨ بلینه روپۍ ده.

اقبال افریدي وویل چې انتظامي افسران یې په لاره کې خنډانه اچوي او دغه افسران ورته په غونډو کې یو ځل بیا د روایتي جرگو دلارې د ترقیاتي فنډونو لگولو خبرې کوي.

اقبال افریدي وویل چې د جرگو او حکومتي ملکانو دلارې د ترقیاتي منصوبو سرته رسولو خبرې زړې شوي دي، قبايلي سیمې اوس دخېبر پښتونخوا برخه ده او باید هر یوکار د ائین او قانون په لار سر ته ورسول شي.

د جنوبي وزیرستان نه د قومی اسمبلۍ غړي علي وزیر د ډیوه په هېلو وي او ای پروگرام کې خپل بحث کې وویل چې د مشاورت خبره خو ډېره لرې ده دوی خو د دې نه هم نه دي خبر چې حکومت څه قسمه ترقیاتي منصوبې تیارې کړې دي.

علي وزیر وویل چې د ده او د شمالي وزیرستان نه د قامی اسمبلۍ غړي محسن داوړ په حلقو کې انتظامي چارواکو ته ویل شوي دي چې په دغه سیمو کې به ترقیاتی کارونه د پوځ په خوښه کېږي.

علي وزیر وویل چې اوس د ١٢٠٠ بلینه زیاتو روپو منصوبې ټولې د پوځ او سول بېوروکرېسی په خوښه تیارې کړې شوي دي. ده وویل په دې کې منتخب شوي د پارلېمان غړي په اعتماد کې نه دي اخستې شوي.

د باجوړ نه د قومي اسمبلۍ پخواني غړي شهاب الدین خان سلارزي وویل چې دوي د قبايلی سیمو په خېبر پښتونخوا کې د ورگډولو لپاره تحریک ددې لپاره چلولی وو چې ددغه سیمو اولس د افسر شاهۍ د ظالمانه نظام نه راوباسي.

شهاب الدین خان وویل چې څوک به هم دې ته نه پرېږدي چې د قبايلي ضلعو د منتخب او سیاسي مشرانو د خوښې بغېر د پرمخیاو د کارونو پېسې په یوه او بله لاره هضم کړي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG