لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان او پاکستان په پوله د پاکستاني امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د ډزو تبادله شوې


ځايي‌ خلکو وي او ای ډیوه ته ويلي دواړه اړخو په یو بل په درنه او سپکه وسله ډزې کړي چې اوازونه یې په چمن سرحدي ښار کې هم خلکو اورېدلي
ځايي‌ خلکو وي او ای ډیوه ته ويلي دواړه اړخو په یو بل په درنه او سپکه وسله ډزې کړي چې اوازونه یې په چمن سرحدي ښار کې هم خلکو اورېدلي

د افغانستان د کندهار ولایت د سپین بولدک ښار او د پاکستان د بلوچستان صوبې سرحدي ښار چمن سره نژدې د دواړو ملکونو په شریکه پوله د پاکستاني ځواکونو او د طالبانو ترمنځ د ډزو تبادله شوې او ځايي خلک وايي په ډزو کې یوه ښځه زخمي شوې ده.

دغه سرحدي جګړه په کلي شیخ لعل محمد او نوي کلي شوې ده.

د ځايي خلکو ترمخه د افغانستان د سپین بولدک د نوي کلي په سیمه کې یو ښځه ژوبل شوې خو پاکستاني چارواکو او افغان طالبانو د ډزو په نتیجه کې د مرګ ژوبلې په اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

د پاکستاني سرحدي ځواکونو یو سیمه ییز مشر،‌ د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او ای ډیوه ته د جګړې پخلی کړی او ويلي چې په دغه سیمه کې ځینې کسانو په پوله د پاکستان لګولی ازغن تار شلولو او پاکستان یې د داخلېدو په وخت پې پاکستاني ځواکونو ډزې وکړې.

په سمدستي ډول دا نه وه معلومه چې ایا طالبانو په رسمي ډول په سرحد د شخړې په اړه څه ویلي دي او که نا؟

د دغه پېښې له کبله د دواړه ملکونو په منځ کې د تګ راتګ لار د څو ساعتو لپاره وتړل شوه. پاکستاني چارواکي وايي د سپین بولدک لار اوس خلاصه ده او حالات قابو دي.‌

ځايي‌ خلکو وي او ای ډیوه ته ويلي دواړه اړخو په یو بل په درنه او سپکه وسله ډزې کړي چې اوازونه یې په چمن سرحدي ښار کې هم خلکو اورېدلي.

د روان کال فرورۍ په ۲۴مه هم په دغه ځاې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ یو نښته کې دوه عادي کسان وژل شوي وو او د ۱۰ نه زیات ژوبل شوي وو. په دغه انښته کې پاکستاني ځواکونو او طالبانو ته دمرګ ژوبلې رپورټونه راغلي وو خو دواړه اړخو ددې تصدیق نه وو کړی.‌ ددغه پېښې په نتیجه کې د دواړه ملکونو په ګډه پوله د دوه ورځو پورې تړل شوې وه.‌

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د چمن او سپین بولدک په شریکه پوله د ازغن تار په لانجه وخت په وخت د تاو تریخوالې پېښې رامنځ ته کیږي.‌ په سیمه کې اباد قباېل وايي‌ چې په تېرو ۱۰ میاشتو کې د ازغن تار په سر پینځه ځله نښتې شوي چې دواړه اړخو ته پکې مرګ ژوبله شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG