لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې ١۴ عسکر وژل شوې


د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله محسود
د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله محسود
د افغانستان په پوله د پاکستان شمالي وزیرستان قبائیلي سیمه کې د امنیتي ځواکونو گاډې سره نزدې د بم چاؤدیدو په نتیجه کې لږ تر لږه ١۴ عسکر وژل شوې او ٢۴ نور زخمیان شوې دي.
د پوځ د عامو تعلقاتو څانگې یا آئي ایس پې ار ویلې په پوځي گاډې بم د ریموټ کنټرول د لارې په داسې مهال خلاص کړی شو چې رزمک سیمه کې د میران شاه په سړک روان وو. ورځپاڼې خپل خبر د استخباراتي چارواکو په حواله ورکړی دی.
ځني رپورټونو پیښه کې د وژل شوؤ عسکرو شمیره ١٦ ورکړې ده.
د آئي ایس پې ار یو چارواکې وائس اف امریکا ډیوه ریډیو سره خبرو کې شمالي وزیرستان کې ١۴ عسکرو د وژل کیدو تصدیق کړی دی. هغه وویل ٢۴ نور پوځیان زخمیان شوې دي.
شمالي وزیرستان کې د عسکرو د وژل کیدو پیښه په داسې مهال رامنځته شوې چې یوه ورځ وړاندې پاکستاني طالبانو ویلي وو شمالي وزیرستان کې به د پاکستاني ځواکونو خلاف حملې نه کوي او ددې په ځائې په توجه افغانستان کې میشته نیټو عسکرو خلا بریدونو ته ورکوي.
بل اړخته ډان وايي د خیبر ایجنسۍ په اکاخیلو سیمه کې د ځائې امن لښکر او وسله والو په منځ کې د جگړې په نتیجه کې دوه وسله وال وژل شوې او یو د امن لښکر رضاکار زخمي شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG