لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کراچۍ عدالت د داعش دوو مشکوک وسله والو ته د ځانمرګي حملې په سر د مرګ سزاګانې اورولي دي


د حملې عیني شاهدینو ویلي وو د لال شهبازقلندر په مزار کې د ماښام لمونځ نه وروسته د دهمال محفل روان وو، مرکزي تالار د خلکو نه ډک و چې حمله کوونکی ور دننه شو او د ځان پورې تړلي چاودېدونکي مواد یې خلاص کړل

په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد یو عدالت د داعش دوو مشکوکو وسله والو ته په کال ۲۰۱۷ کې د سند مشهور صوفي لال شهباز قلندر په مزار د خونړۍ ځانمرګي حملې په سر د مرګ سزاګانې اورولې دي. په مزار حمله کې د ۷۰ نه زیات کسان وژل شوي دي.

د پاکستان ډان‌ ورځپاڼې په خپل رپورټ کې وویل عدالت د ګل، دوشنبې، په ورځ د داعش مشکوکو وسله والو نادر علي او فرقان ته د لال شهباز قلندر په مزار د ځانمرګي حمله کونکو مرسته کولو په سر د مرګ سزاګانې ورکړې. د حمله کونکي شناخت د برابر بروهي په نامه د یو تن شوی چې په حمله کې یې ځان وژلی دی.

داعش وسله والې ډلې د سند په سهون شریف ښار کې د لال شهباز قلندر په مزار د حملې ‌‌‌ذمه واري په غاړه اخیستې وه. په وژل شویو کسانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل وو. د حملې عیني شاهدینو ویلي وو د لال شهبازقلندر په مزار کې د ماښام لمونځ نه وروسته د دهمال محفل روان وو، مرکزي تالار د خلکو نه ډک و چې حمله کوونکی ور دننه شو او د ځان پورې تړلي چاودېدونکي مواد یې خلاص کړل.

داعش د عماق په نوم په انټرنېټ په خپلې خبري وېب پاڼه د لال شهباز قلندر په مزار د حملې ذمه واري ومنله او ویې وېل هدف یې د شیعه مسلک غونډه وه. څیړونکي واي داعش د شیعه مسلک منونکي مسلمانان نه ګڼي او اېسوسي اېټیډ پرېس ځبري ادارې په مزار د حملې په اړه په خپل رپورټ کې وویل داعش د دې نه وړاندې هم په پاکستان کې د شیعه مسلک منونکي په نخښه کړي دي.

پاکستاني مامورین په رسمي ډول په ملک کې د داعش موجودګي نه مني خو په ورستي کلونو کې د داعش خراسان څانګې په افغانستان او پاکستان کې د یو شمېر حملو ‌ذمه واري منلې ده.

پاکستان کې وخت په وخت چارواکي د داعش د مشکوک غړو او وسله والو د نیولو او وژلو دعوي هم کوي.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ په پنجاب کې دترهګرۍ ضد محکمې پولیسو (سي‌ ټي ډي) وویل چې د داعش وسله والو سره یې مقابله کې څلور ترهګر وژلي اؤ درې ترې ژوندي تښتیدلي دي.

د ترهګرۍ ضد محکمې دپولیسو ویاند مطبوعاتو ته ویلي چې دداعش جنګیالو سره دپولیسو دا مقابله د بهاولپور سیمې داعظم چوک ترڅنګ په ذخیره ځنګل کې شوې ده .پولیسو دعوه کړې چې څلور ترهګر یې وژلي اؤ دهغوئ‌ پېژندګلو یې د امان الله،عبدالجبار،رحمان علي اؤ علیم په نومونو کړې ده .

خو د پاکستان څخه داسې رپورټونه ډیر کم لیدل کیږي چې د هېواد عدالتونو د داعش یا د نورو وسله والو ډلو غړو ته د ترهګرۍ په سر سزاګانې ورکړې وي.

ډان ورځپانې د داعش مشکوکو وسله والو نادر علي او فرقان ته د سزا ورکړی کېدو په اړه خپل رپورټ کې وویل عدالت په خپله فیٌصله کې په دواړو کسانو په مجموعي توګه ۱۴ مېلین روپۍ جرمانه هم ولګوله چې حکومت ته به یې ورکوي.

د سند هايي کورټ یا اعلا عدالت به د ترهګرۍ ضد عدالت د فیصلې حتمي منظوري ورکوي.

ډان په خپل رپورټ کې وویل د تېر کال د سپټمبر په میاشت کې کله چې عدالت په دواړو مشکوک وسله والو فرد جرم ولګولو نو دوی د بې ګناهۍ اعتراف کړی و او ویلي وو چې په مقدمه کې به خپله دفاع کوي.

د خبر ترمخه په مقدمه کې شپږ نور مشکوک وسله وال مفروران دي.

XS
SM
MD
LG