لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د برطانیې شهزاده ویلیم او میرمن یې پاکستان ته سفر کوي


د برطانیې سلطنتي ماڼۍ نن د اتوار/یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هغه هیواد شهزاده ویلیم او میرمن یې کېت به یې د روان کال په وروستیو کې د پاکستان په سفر ولاړ شي.

څه د پاسه لس کاله کیږي چې د برطانیې د شاهي کورنۍ هېڅ غړی پاکستان ته سفر ندی کړی او پس له دې کلونو به یې دا لومړی ځل وي.

د شهزاده ویلیم او د میرمنې سفر یې پاکستان ته، چې د برطانیې د خارجه او کامنویلټ دفتر په غوښتنه ترسره کیږي، څرگندوي چې لندن اوس بېرته د پاکستان سره د خپلو تعلقاتو بهتره کولو ته لیواله شوی دی.

د لویدیځې نړۍ ډېری هیوادونو خپلو شهریانو ته خبردارۍ ورکړي چې پاکستان ته دې نه ځي، او هغوی یې د لادرکه کیدو او بمي چاودنو نه ډارولي دي، په خاصه توگه د افغانستان پولې سره نږدې نارامو سیمو کې.

پاکستان د برطانیې د شاهي کورنۍ د دغو دوو غړو تجویز شوي سفر ته هرکلی ویلی دی. په برطانیه کې د پاکستان هائی کمیشنر نفیس زکریا په ټویټر کې لیکلي: "د پاکستان حکومت او خلک، د شاهي کورنۍ د غړو د سفر اعلان تود هرکلی کوي."

په دویم ټویټ کې بیا ښاغلي زکریا زیاته کړې: "د پاکستان خلک په ١٩٦١ او ١٩٩٧ کلونو کې پاکستان ته د ملکې الیزابت دویمې سفرونه په ډېرې لیوالتیا او قدر یادوي. د شاهي کورنۍ راتلونکی سفر، هغه اهمیت په گوته کوي چې پاکستان یې د برطانیې په نظر کې لري. دواړه ملکونه تاریخي پیوندونه لري او هیله من دي چې هغه نور پسې پیاوړي کړي."

همدا رنگه په آخر ځل، دیارلس کاله وړاندې، په ٢٠٠٦ کې، د وېلز شهزاده چارلز او د کارنوېل آغلې کامیلا پاکستان ته سفر کړی و. تر هغه وړاندې، په ١٩٩٦ کال کې شهزادگۍ ډیانا (د پرېنس ویلیم مور) پاکستان ته تللې وه چې خاطره یې تر اوسه د پاکستان د خلکو په ذهن کې پاته ده.

شهزادگۍ ډیانا ـ چې عمران خان آشنا وه ـ هغه وخت اسلام آباد او لاهور ته تللې وه او د عمران خان لخوا یې هرکلی شوی و.

برطانیه کې اوس مهال څه د پاسه یو میلین پاکستاني الاصله وگړي ژوند کوي چې په ټول یورپ کې د میشتو پاکستانیانو غټه شمیره ده.

د پاکستان او برطانیې ترمنځ د تجارت کچه هم په کال ٢٠١٧ کې قریب درې اربه پونډو (۴ بلینه ډالرو) ته ورسیده. د برطانیې د نړیوال تجارت د ادارې ترمخه، له چین او هالینډ راوروسته، برطانیه د پاکستان دپاره د خارجي سرمایه کارۍ درېیم تر ټولو لویه سرچینه ده.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG