لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه: پاکستان نه د افغان کډوالو بېرته تگ به د لومړي مارچ نه پېل کیږي


يواين اېچ سي ار وايي هغه رجسټرډ کډوال چې په خپله خوښه افغانستان ته ستنيدل غواړي اداره به ورته د ننګرهار، کندهار، هرات او کابل په مرکزونو کې ٢٠٠ ډالره ورکوي او داسې به د هغوي د مهاجرت حيثيت ختم شي
يواين اېچ سي ار وايي هغه رجسټرډ کډوال چې په خپله خوښه افغانستان ته ستنيدل غواړي اداره به ورته د ننګرهار، کندهار، هرات او کابل په مرکزونو کې ٢٠٠ ډالره ورکوي او داسې به د هغوي د مهاجرت حيثيت ختم شي

د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي په پاکستان کې ميشت د افغان کډوالوخپل هېواد ته په رضا کارانه توګه د ستنېېدو عمل به د مارچ د میاشت د لومړۍ نېټې څخه پېل شي.

په اسلام اباد کې د یو اېن ایچ سي ار ترجمان قيصر افريدي وي او ای ډيوه ته وويل هغه کډوال چې په خپله خوښه خپل هېواد ته ستنيدل غواړي کولې شي چې د د نيژدې زدې مرکزونو ته ورشي.

ښکاره دې وي چې په پآکستان کې د ميشت افغان کډولو د بيرته ستنيدو عمل د تېر کال د ډسمبر د لمړۍ نيټې څخه د سږ کال د فرورې د ٢٨ نيټې پورې د يخ موسم له امله ځنډول شوی و.

قیص‏ر افریدي وویل د افغان کډوالو د بيرته ستنيدو لپاره په کوټه او او د خېبرپښتونخوا په ضلع نوښار کې دوه مرکزونه جوړ کړی شويدي هغه کډوال چې په سنده اوبلوچستان صوبو کې ژوند کوي د هغوي لپاره به د کويټې مرکز اسان وي او په خېبر پښتونخوا، کشمير او اسلام اباد کې مېشت کډوال بايد چې د نوښار په مرکز کې خپله نوم لیکنه وکړي.

یو این ایچ سي ار وايي دا مهال په پاکستان کې خواوشا ١٤ لکه افغان کډوال ژوند کوي او د پاکستان حکومتي شميرې واي هم دومره کدوال په هېواد کې په غير قانوني ډول ميشت دي .

د يو اين ايچ سي ار د شميرې ترمخه تېر کال ١٥٠٠٠ افغان کډوال په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه کړی شويدي.

يواين اېچ سي ار وايي ، هغه رجسټرډ کډوال چې په خپله خوښه افغانستان ته ستنيدل غواړي اداره به ورته د ننګرهار، کندهار، هرات او کابل په مرکزونو کې ٢٠٠ ډالره ورکوي او داسې به د هغوي د مهاجرت حيثيت ختم شي.

په عین حال کې د پاکستان وزير اعظم عمران خان په پاکستان کې په قانوني توګه ميشت افغان کډوالو ته د پاکستان په بينکونو کې د کاتو یا اکاونټونو د پرانېستلو اجازه او د هېواد بينکونو ته یې د افغان کډوالو د اکاونټونو د خلاصولو امر کړی دی.

وزير اعظم په يو تويټ کې وویل اوس په پاکستان کې ميشت قانوني اسناد لرونکې کډوال کولې شي چې د هېواد په اقتصادي هلو ځلو کې برخه واخلي.

هغه وویل افغان کډالو ته د پاکستان په بينکونو کې د کهاتو پرانستلو دا اجازه بايد چې وړاندې ورکړې شوی وی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG