لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د اعلا تعلیم بجټ کم کړی دی


په پاکستان کې د لوړو زده کړو د کمیشن مشر طارق بنوري وایي د حکومت له خوا په بجټ کې د کمښت له امله د هېواد پوهنتونونه (یونېورسټیانې) له مالي ستونزو سره مخ دي چې په وینا یې د زده کړو او ښوونې چارې اغېزمنې شوي دي.

د کمیشن چیئرمین طارق بنوري ‌‌‌‌‌‌وائس آف امریکا ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته ویلي دوی سږ کال له حکومت څخه د 103 ارب روپيو د بجټ غوښتنه کړې وه خو حکومت یوازې 59 ارب روپۍ ورکړي دي چې د پوهنتونونو د استادانو او نورو مامورینو د معاش او انتظامې خرڅو لپاره هم بس نه دي.

ښاغلي بنوري وویل د بودیجې د کموالي‌‌‌‌‌ علت د پاکستان د مرکزي حکومت او د نړیوالې مالیاتې ادارې تر منځه لوظنامه ده چې له لوري به یې پاکستان پخپل بجټ کې 10 سلنه کمښت کوي چې مالي خساره یې راکمه شي خو حکومت دغه کمښت د تعلیم په څانګه کې هم کړی دی.

نوموړي وویل د حيرانتیا خبره ده چې نوره نړۍ په تعلیم باندې زیاتې پيسې لګوي خو پاکستان کې د تعلیم پيسې په نورو برخو لګول کیږي او د قام د راتلونکي په اړه هیڅ فکر نه کوي.

پاکستان کې ټول ټال 205 پوهنتونونه دي چې پکې 118 پوهنتونونه له حکومت سره دي او نور 87 پوهنتونونه شخصي دي او هر کال نږدې 450,000 زده کونکي له دغه پوهنتونونو څخه فارغیږي چې پکې 10,000 د کمپيټر ساینس په برخه کې وي.

د لوړو زده کړو د کمیشن مشر وویل له اړونده چارواکو سره په تماس کې دی چې د بجټ ستونزه هواره کړي او که چېري حکومت څه نه وکړل نو کمیشن مجبور دی چې له بینکونو څخه پور واخلي.

هغه وویل تېر کال حکومت 65 ارب روپۍ ورکړي وې خو د 10 سلنې کمي ورسته دې کال حکومت ورته 59 ارب روپۍ ورکړې دي، د ده په وینا له دغه کمي څخه په پوهنتونونو کې د تحقیق او پرمختیا کارونه هم درېدلي دي.

بلې لور د پوهنتون د استادانو د تنظيم یوه مشر پروفیسر کلیم الله بړېڅي ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته ویلي حکومت دفاعي بجټ زیات کړی خو تعلیم، چې د هېواد د بچیانو مستقبل دی بجټ یې کم کړی دی.

هغه و ویل چې د اکټوبر په لومړی اونی کې به د استادانو تنظيم په ټول پاکستان کې د احتجاج لپاره تګلاره غوره کوي.

ښاغلي بړېڅي وویل د بجټ د کموالي له امله په پوهنتونونو کې د لوبو فعالیتونه او د زده کونکو نورو پوهنتونونو ته د سفرونو لړۍ هم درېدلې ده.

د ده په وینا په بلوچستان پوهنتون کې چېري چې تر لس زره زیات زده کونکي دي، هلته د لوبو ودانۍ ملېشه ځواکونو له تېرو څلورو کلونو څخه نیولې ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG