لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د افغان طالبانو او نورو وسله والو ډلو خلاف د ملګرو ملتونو قراردادونو د عملي کېدو دستاوېز جاري کړی


د وي او ای انګریزۍ څانګه وايي د ملګرو ملتونو د بندیزونو په فهرست کې د نورو ترڅنګ په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر ملا عبدالغني بردار نوم هم شامل دی چې د فېبرورۍ په میاشت کې یې د امریکې سره د سولې په لوظنامه دستخط هم کړی دی
د وي او ای انګریزۍ څانګه وايي د ملګرو ملتونو د بندیزونو په فهرست کې د نورو ترڅنګ په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر ملا عبدالغني بردار نوم هم شامل دی چې د فېبرورۍ په میاشت کې یې د امریکې سره د سولې په لوظنامه دستخط هم کړی دی

پاکستان د یو حکومتي دستاوېز دلارې اعلان کړی دی چې دافغان طالبانو او نورو وسله والو ډلو خلاف د سفري بندېزونو، د اساسو د منجد کوولو او د وسلې د پابندیو په لړ کې د ملګرو ملتونو قراردادونه یې عملي کړي دي.

د پاکستان خارجه وزارت دغه ګامونه څو ورځې وړاندې په خپله وېب پاڼه شایع کړي و خو د مطبوعاتو په نظر کې دغه دستاوېز د جمعې په ورځ مخې ته راغللو.

په دستاوېز کې وېل شوي چې په وسله والو ډلو او افرادو د سفري بندیزونو، اساسو د منجمد کوولو او د وسلې د بندیز په لړ کې د کال ۲۰۱۵ د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل قرارداد ۲۲۵۵ به په مکمله توګه عملي کولی شي.

د خارجه وزارت ترجمان زاهد چودهري د دستاوېز په اړه په یو بیان کې خبریالانو ته وویل پاکستان دغه ګامونه مخکې اعلان کړي دي، دغه دستاویز د معمول اقدام دی او د ملګرو ملتونو د بندیزونو په فهرست کې یا د بندیزونو په اقداماتو کې د څه بدلون عکاسي نه کوي.

د پاکستان دغه دستاویزات د اېف ای ټي اېف د غونډې نه وړاندې مخې ته راغلي دي. فاینېنشل اېکشن ټاسک فورس یا اېف ای تي اېف د وسله والو د مالي وسایل د شنډولو اداره ده او په پاکستان یې فشار اچولی چې د وسله والو مالي سرچینو خلاف ګامونه دي سخت کړي. اداره به سږ کال کېدوونکي یوه غونډه کې د پاکستان د کارکردګۍ جاج اخلي.

پاکستان دا وخت د اېف ای ټی اېف په ګری یا خړ فهرست کې دی او که اداره وايي که چېرې پاکستان د وسله والو ډلو د مالي سرچینو خلاف ګامونه سخت نکړل نو نوم به یې په تور فهرست کې شامل کړی شي.

پاکستاني چارواکي وايی د قانون سازۍ او د انتظامي اقداماتو دلارې یې د اېف ای ټي اېف په ۲۷ نقاطو کې اکثریت عملي کړي دي.

د وي او ای انګریزۍ څانګه وايي د ملګرو ملتونو د بندیزونو په فهرست کې د نورو ترڅنګ په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر ملا عبدالغني بردار نوم هم شامل دی چې د فېبرورۍ په میاشت کې یې د امریکې سره د سولې په لوظنامه دستخط هم کړی دی.

اسلام آباد څخه د وي او ای ډیوه خبریال الیاس خان په خپل رپورټ کې وايي د خارجه دفتر په دستاوېز کې د کالعدم جماعت دعوه ډلې پخواني مشر حافظ سعید، د جېش محمد مشر مولانا محمد اظهر، د پاکستاني طالبانو پخوانی مشر ملا فضل الله، ضیاالرحمان لکهوي نه علاوه یحیا مجاهد او نړیوال پولیس یا انټرپول ته مطلوب عبدالحکیم مراد باندې د بندیزونو توثیق شوی دی.

د پاکستاني طالبانو نورولې ومحسود، د ازبکستان د ازادۍ تحریک فضل رحیم او د حقاني ډلې جلال الدین حقاني، خلېل احمد حقاني، یحیا حقاني، محمد سلیم حقاني، سعید حقاني، نصیر الدین حقاني او د سراج حقاني ترڅنګ هندوستان مطلوب د داود ابرهیم نومونه هم شامل دي.

په دستاوېز کې وېل شوي چې د حرکت المجاهدین، الرشید ټرسټ، الاختر ټرسټ، جېش المهاجرین والانصار، الاحرار، خطبه امام بخاري، تنظیم رابطه ټرسټ لاهور، الاحرمین فاونډېشن، حرکت الجهاد اسلامي او اسلامي جهاد ډلې بابندې هم بندیزونه پرځای کړی شوي دي.

په دستاوېز کې ریوایلول اف اسلامک هېرېټیج سوسايټي پاکستان، ازبکستان اسلامک تحریک، داعش عراق، د روس مخالف امارات کفقاز ډله او د چین مسلم ازادۍ تنظیم عبدالحق اوګر باندې هم بندیز لګول شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG