لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خسارې خو په دفاعي اخراجاتو کې د اضافې نوی بجټ حکومت قومي اسمبلۍ ته پېښ کړو


د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين
د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين

د حکومت مخالف ګوندونو د چغو او د سخت احتجاج تر څنګ د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډۍ ته د مالي كال 22-2021 د پارہ د 3420 ارب روپو د خسارې بجټ وړاندې کړو، چې پکې د دفاعي اخراجاتو دپاره نهه فیصد اضافه تجویز شوي او د خېبرپښتونخوا د نوو ضلعو دپاره په خصوصي توګه 54 ارب روپۍ ټاکل شوي دي.

د بجټ مجموعي حجم 8487 ارب روپۍ دی چې پکې د ترقیاتي منصوبو دپاره 900 ارب روپۍ ټاکل شوي دي. د صوبو دپاره ترقیاتي بجټ 1235 روپۍ ټاکل شوي دي.

په بجټ کې د تېر کال په مقابل کې 40 فیصد اضافه شوي ده.

په بجټ کې د وفاقي حکومت کارکوونکو په تنخاګانو او پېنشن کې 10 فیصد زیاتوالی شوی دی.

د کارکونکو دپاره د میاشتې معاش کم نه کم حد 20000 روپۍ مقرر کړی شوی دی.

د وفاقی محصولاتو ادرې حدف 5829 ارب روپۍ ایښودی شوی چې د تېر کال د 4700 ارب روپو نه 1129 ارب روپۍ زیات دی ۰

پہ بجټ کې په قرضو د سود د ادایګۍ د پارہ 3100 ارب روپۍ اېښودی شوي دي.

د فاعي اخراجاتو دپاره په نوي بجټ کې 1333 روپۍ ټاکل شوي دي. د تېر کال په مقابل کې په نوي مالي تګلاره کې په دفاعي بجټ کې نهه فیصد اضافه شوي ده.

په بجټ کې په خېبر پښتونخوا کې د نوو ضم شویو ضلعو دپاره په خصوصي توګه 54 ارب روپۍ ټاکل شوي دي چې 30 ارب روپۍ د لس کلن ترقیاتي پروګرام دلاندې مختص کړی شوي دي.

دبلوچستان د جنوبی برخو د پارہ شل ارب ، ګلګت بلتستان د پارہ 40 ارب روپۍ او د کراچۍ د پارہ 98 ارب ایښودی شوي دي.

پہ وفاقی بودیجه کې د ویکسینو برامد کولو د پارہ 1.1 بلین ډالر ایښودی شوي، د احساس پروګرام د پارہ 260 ارب روپۍ، د بجلۍ منصوبو د پارہ 118 ارب، اعلی تعلیم د پارہ 66پاره ارب, د وړ‎و کاروبارونو قرضو د پارہ 12 ارب، د اوبو وسایلو د پارہ 110 ارب د ترقیاتي پروګرام د پارہ 44 ارب د سړ‎کونو او پولونو د پارہ 113 ارب، د سماجي څانګې د پارہ 118 ارب روبۍ، د اوبو منصوبو د پارہ 91 ارب روپۍ , د داسو ډیم د پارہ 57 ارب روپۍ ، د دیا میر بھاشا اوبو بند د پارہ 23 ارب ،نیلم جہلم د توانايي منصوبې د پارہ 13 ارب , د مومند ډیم د پارہ 6 ارب روپۍ پہ وفاقی بجټ کۍ مختص کړی شوي دي.

ھم دغہ شان د کورونا ایمرجنسی فنډز کۍ 110 ارب روپۍ ایښودې شوی ، د بلین ټري سونامي چې د ونو د نال کولو منصوبه ده دې دپارہ 14 ارب او د کرکیلې څانګې د پارہ 12 ارب روپۍ ایښودې شوي دي۰

پہ وفاقی بجټ کې د تعلیم د پارہ 42 ارب او د صحت د پارہ 28 ارب روپۍ ایښودې شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG