د بیان د ازادۍ فعالانو د جمعې په ورځ د پاکستاني چارواکو نه وغوښتل چې خبریال اسدعلي طور دې ازاد کړی شي او د سماجي رابطو په وېب پاڼه، اېکس، پخوانی ټوېټر، بندیز دې ختم کړی شي.
خبریال اسد علي طور په اېکس قریباً ۳۰۰۰۰۰ فالورز او د یو ټیوب د ۱۶۰۰۰۰ نه زیات سب سکرایبرز لري. د پاکستان د وفاقي حکومت تحقیقاتي ادارې اېف ایي ای طور د فېبرورۍ په ۲۶ نېټه ګرفتار کړی دی.
په هغه الزام دی چې په سوشل میډیا یې د پاکستاني حکومت او د ریاستي ادارو خلاف د ریاست خلاف او د بدنامۍ هلې ځلې کولې. د ګرفتارۍ نه مخکې به طور د پاکستان په چیف جسټس او پوځ تنقیدي تبصرې کولې.
په امریکا کې مېشته صحافتي ادارې کمېټي ټو پروټېکېټ جرنلسټس، سي پي جی، د جمعې په ورځ غوښتنه وکړه چې طور دې په سمدسي ډول او بغیر د څه ازاد کړی شي او د صحافیانو ویرول دې بند کړی شي.
د سي پي جی د اېشیا د پروګرام رابطه کارې بی لي یي په یو بیان کې وویل د خبریال اسد علي طور حراست، د هغه تفتیش او د هغه الېکټرانېک الات قبضه کېدل او په هغه فشار چې خپلې سرچېنې څرګندې کړي په پاکستان کې د مطبوعاتو سنګینه خلاف ورزي ده.
د سي پي جی چارواکې د پاکستاني مامورینو نه غوښتنه وکړه چې د الېکټرانېک جرمونو د مخنیوي قانون دې د خبریالانو د زورولو او د تنقیدي خبرونو او تبصرو د خاموشه کولو دپاره نه استعمالوي. اېف ايي ای د مارچ په دریمه نېټه عدالت ته د ریمانډ په درخواست کې وویل طور د معلوماتو سرچینې د څرګندولو په لړ کې تعاون نه کوي، د دې باوجود چې مقامي قوانین خبریالانو ته د رازدارۍ او د خبرونو سرچینو د نه ښکاره کولو تحفظ ورکوي.
خبریال مطیع الله جان چې په اېکس د یو مېلین نه زیات فالورز او په یو ټیوب یې د ۲۷۰۰۰۰ نه زیات سبسکرایبرز یې دي، د طور په ګرفتارۍ تنقید وکړو او ویې وېل هغه سره د خپل قانوني حق نه محرومه کړی شوی دی. مطیع الله جان وي او ای ته وویل د انصاف په ځای قانون خبریال ته سزا ورکولو دپاره استعمالېږي.
هغه وویل یو داسې خبریال نیول چې په تحقیقاتو کې مرسته کوي، هغه د هتکړۍ لګول او عدالت ته وړاندې کولو په وخت ټېلې ورکول، د کورنۍ غړو ته اجازت نه ورکول چې طور سره ملاقات وکړي، دا د قانوني عمل غلط استعمال دی چې یو داسې خبریال ته سزا ورکړی شي چې په تنقیدي موضوعاتو خبرونه ورکوي.
طور دویم خبریال دی چې په تیره یوه میاشت کې په پاکستان کې نیول شوی دی. د فېبرورۍ د میاشت په اخېرۍ ورځو کې خبریال عمران ریاض خان په پنجاب کې ونیول شو. په هغه د کرپشن الزامات لګول شوي دي.
خان ویلي هېڅ څه غلط کار یې نه دی کړی. په یوه ورستۍ پېشۍ کې هغه عدالت ته وویل هغه ته ځکه سزا ورکول کېږي چې ویلي وو د فېبرورۍ په اتمه عامو انتخاباتو کې د ریاست په ملاتړ درغلي شوې ده.
بلخوا په پاکستان کې د جمعې په ورځ هم اېکس ته لاس رسی د ځنډ ښکار و. په انتخاباتو کې د درغلیو د الزامات وروسته په پاکستان کې اېکس ځنډېدلی دی.
د حکومتي چارواکو او وزیرانو په شمول په پاکستان کې صارفین اېکس د استعمالولو دپاره ورچول پرایوېټ نېټ ورکرس یا وي پي اېن استعمالوي، چې صارفینو ته د بندیز باوجود اېکس د بدلې لاری لاس رسی ورکوي او د استعمالونکو شناخت او ځآی نه څرګندوي.
د پاکستان د پارلېمنټ ځینو غړو او د انساني حقونو فعالانو په اېکس د قدغن مخالفت کړی دی، وايي د دې په سبب پاکستان د هغو ملکونو په ډله کې شامل شوی د سوشل ميډیا په پلېټ فارمونو يې د اوږدې مودې او یا مستقل قدغنونه لګولي دي.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ د شهري حقونو قریباً ۶۰ مقامي او نړیوالې ډلو، د انساني حقونو نړیوالو ادارو، هیومن رایټس واچ او اېمنېسټي انټرنېشنل او ځینو نورو مشهورو شخصیتونو په مشترکه بیان کې په پاکستان کې د انټرنېټ بندیدل د رای د ازادۍ او معلوماتو د لاس رسي د حق خلاف ورزي وبلله.
په بیان کې وېل شوي چې د سوشل میډیا پلېټ فارمونو بندیدل چې په کې د فېبرورۍ د ۲۴ نېټې راهسې د اېکس تعطل هم شامل دی په پاکستان کې د زیاتېدونکي ډېجېټل سېنسرشېپ عکاسي کوي.
په بیان کې د وزیراعظم شهبازشریف د نوي حکومت نه غوښتنه شوې چې په سمدستي ډول هغه وجوهات او هغه قانون ښکاره کړي چې په بنیاد يې اېکس او نور پلېټ فارمونه تړل شوي دي. حکومتي مامورین د انټرنېټ د تعطل خبره ردوي، وايي په اېکس د پابندۍ په اړه یې څه امر نه دی لیدلی. پاکستاني صارفین او ازاد څارونکي د حکومتي چارواکو خبره ردوي.
نېت بلاکس نومې سایبر سېکیورټي کمپنۍ د مارچ په نهمه نېټه وویل مېټرېکس یا شمېرې څرګندوي د تېرو دریو هفتو راهسې په پاکستان کې اېکس ځنډېدلی دی او د فېبرورۍ د اوولسمې نېټې راهسې اېکس ته لاس رسی نه کېږي.“
Forum