لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ د ډېنیل پرل د قتل په تحقیقاتو کې نېمګړتیاوې څرګندې کړې


د امریکایي ورځپاڼې وال سټریټ جرنل خبریال ډېنیل پرل په وژل کېدو کې پاکستاني نژاد برطانوي شهري احمد عمر سعید شېخ ته د مرګ او نورو درېو کسانو ته د عمر قيد سزاګانې اورولې شوې وې
د امریکایي ورځپاڼې وال سټریټ جرنل خبریال ډېنیل پرل په وژل کېدو کې پاکستاني نژاد برطانوي شهري احمد عمر سعید شېخ ته د مرګ او نورو درېو کسانو ته د عمر قيد سزاګانې اورولې شوې وې

د پاکستان سپریم کورت د امریکايي خبریال ډېنیل پرل په کراچۍ کې د تښتول کېدو او د هغه د قتل په لړ کې شویو تحقیقاتو کې نېمګرتیاوې په څرګندې کړې دي.

د امریکایي ورځپاڼې وال سټریټ جرنل خبریال ډېنیل پرل په وژل کېدو کې پاکستاني نژاد برطانوي شهري احمد عمر سعید شېخ ته د مرګ او نورو درېو کسانو ته د عمر قيد سزاګانې اورولې شوې وې.

سږ کال سند هايکورټ د دغو سزاګانو پرضد اپيل کې د عمر شېخ سزا کمه کړه او نور ملزمان يې د بري کېدو فېصله وکړه.

د سند حکومت او د ډينيل پرل مور او پلار د سند هاي کورټ د فيصلې خلاف سپريم کورټ ته اپيل کړی چې عمر سعيد شيخ، فهد نسيم، سلمان ثاقب او عادل شيخ سزاګانې دې په ځای وساتل شي او د سند هاي کورټ فيصله دې معطله شي.

د زيارت، پنجشنبې، په ورځ د سپریم کورټ درې کسیزه بينچ دمقدمې د اورېدنې په مهال ملزمانو نه د ډېنيلپرل د کيمرې رسيدونه په اړه تر لاسه شویو ثبوتونو باندې سوالونه وکړل.

عدالت د ډينيل پرل د ښځې لخوا د ملزمانو د هغى سره د اي ميل د لارې رابطې په اړه پوښتنې راوچتې کړې چى ملزمانو د هغې د ایمېل درک څنګه ترلاسه کړو.

دى ته ځواب کى د سنده حکومت وکيل فاروق ايچ ناٸيک وویل د ملزمانو د اعترافي بيان وروسته د هغوي نه دا کيمرى رسيدونه ترلاسه شوي وو

د سپريم کورټ درې کسيزه بينچ وویل د مرکزي ملزم احمد عمر سعید شىيخ د نيولو او د شريک ملزم فهد نسيم نه تر لاسه شوي ثبوتونو په تاريخونو کى تضاد لیدل کیږي.

عدالت د ډېنیل پرل په تښتولو او بيا د هغه د وژل کېدو په اړه د پلټنو په عمل کى هم قانوني نيمګړتيګانى په ګوته کوي او د سنده حکومت کيس یې کمزورى وبللو.

هايي کورټ ١٨ کاله پس د ملزمانو د لاندى عدالت د پريکړى په ضد اپيلونه منظور کړي وو

د سند هاي کورټ احمد عمر شيخ ته د تيزندى سزا پينځه کاله بند ته اړولو او دا نور ٣ ملزمان دا خوشى کولو امر جارى کړى و.

د امريکې حکومت په دغه پريکړه انديښمني او مايوسي څرګنده کړې وه.

فاروق ايچ نايک د سپريم کورټ په وړاندى خپل بحث کې د ډېنیل پرل وژنه د ترهګرۍ نړيواله پيښه وبلله خو عدالت د ملزمانو د خوشي کوولو په پريکړه عمل د ودرولو دپاره د صوباي حکومت د خواست منلو نه له تر دې دمه انکاري دی.

د سپریم کور دري کسيزه بينچ دريځ دى چې لومړى دى دوی مطمين کړى شي چى دا هاي کورټ پريکړه سمه نه وه

سپريم کورټ دا اپيلونو اوريدنه راتلونکى اونى سه شنبه ورځى ته ځنډولى ده

۔ سنده حکومت دا عمر شيخ او دا ډينٸيل پرل په وژنه تورن نور ملزمان دا خوشى کيدو مخه نيولو لپاره دوی د اپريل مياشت راهسى امنييت ته خطر جوړيدو دا ويرى په سر بنديوان ساتلى دي

د وال سټريټ جنرل خبريال ډينٸيل پرل کال ٢٠٠٢ کى په کراچى کى هغه وخت وژلى شوے و کله چى هغه پاکستان کى مذهبي انتها پسندى باندى په يو تحقيقاتي رپورټ کار کوولو

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG