لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان خارجه تگلاره به د پوځ پرځای وس پارلېمنټ جوړوي

تيره ورځ حکومت مخالف پاکستان پيپلز گوند سينټر فرحت الله بابر ویلي وو چي يو خوا پاکستان وايي دلته د ترهګرو پټ ځايونه نشته بلخوا واي پاکستان به د افغانستان جنگ پاکستان په خاوره د راوړو اجازت نه ورکوي، فرحت الله بابر واي که چري د ترهگرو پټ ځايونه دلته نشته نو بيا دا جنگ څنگه پاکستان ته منتقل کیدی شي؟

د پاکستان سينټ کښي د حکومت مخالف گوندونو لخوا خارجه پاليسې اؤ دترهه گرو پرضد د پاکستان حکومت دوه مخيزه پاليسو باندي سخت تنقيد ورستو خارجه وزير خواجه آصف ويلي دي چي خارجه پاليسې باندي به پارليمټ اؤ د قامي سلامتيه کميټې سره مشاورت کولي شي.

سينټ کښي امريکي سره د تعلقاتو په هکله خارجه وزير خواجه آصف وویل چي دا تعلقات به اوس د تيرو وختونو پرشان نه وي او پاکستان به نور د چا حکم يا ډکټيشن نه مني.

خواجه آصف وويل امريکي ته یې ويلي دي که چري پاکستان په ځمکه د ترهگرو پټ ځايونو په اړه څه معلومات لري نو پاکستان سره دي شريک کړي.

هغه وویل امريکا په افغانستان کښي د خپلو ناکامو ذمه واري په پاکستان اچول غواړي.

خارجه وزير وويل د افغانستان په هکله د امريکي پاليسي هغه پوځي جرنيلانو جوړه کړي ده چې د تيرو پنځلسو کلنوو نه په افغانستان کښي ناکامه شوي دي اوبايد چي دغه پاليسي د امريکې خارجه دفتر جوړه کړی وی.

خواجه آصف وویل دغه شان په پاکستان کښي هم پکار دي او دلته هم اختيار يوې ادارې سره نه دې پکار، چې اشاره یې پوځ ته وه.

تيره ورځ حکومت مخالف پاکستان پيپلز گوند سينټر فرحت الله بابر ویلي وو چي يو خوا پاکستان وايي دلته د ترهګرو پټ ځايونه نشته بلخوا واي پاکستان به د افغانستان جنگ پاکستان په خاوره د راوړو اجازت نه ورکوي، فرحت الله بابر واي که چري د ترهگرو پټ ځايونه دلته نشته نو بيا دا جنگ څنگه پاکستان ته منتقل کیدی شي؟

سينټر فرحت الله بابر وویل چي ددي تحقيقات پکار دي چي څنگه د طالبانو وژل شوي مشر ملا اختر منصور سره پاکستان شناختي کارډ او پاسپورټ و او هم دغه وجه ده پاکستان په نړيوال کچه خپل موقف نشی گټلی.

د پاکستان خارجه وزير دا بيان په داسې حال راغلې دې چي د امريکي خارجه وزير ريکس ټيلرسن ويلي دي پاکستان تري د ترهگرو ختمولو يو بل چانس غوښتی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG