لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا وائي پاکستان سره به دتندلاريتوب په ستونزه گډ کار کوي

په پاکستان کې په 11مه مئ ترسره شوؤ انتخاباتو کې  په قومي اسمبلۍ کې  تر ټولو زياتې  چوکۍ  دميا نواز شريف په مشرۍ  مسلم ليگ(ن) گټلي ، چې ددې سره  دراتلونکو پينځوؤ کلونو لپاره  په هيواد کې دهغه دحکومت دجوړيدو امکانات روښانه شوي دي
په پاکستان کې په 11مه مئ ترسره شوؤ انتخاباتو کې په قومي اسمبلۍ کې تر ټولو زياتې چوکۍ دميا نواز شريف په مشرۍ مسلم ليگ(ن) گټلي ، چې ددې سره دراتلونکو پينځوؤ کلونو لپاره په هيواد کې دهغه دحکومت دجوړيدو امکانات روښانه شوي دي
دامريکا خارجه محکمې وياند جن ساکي وئيلي دي هيله لري چې پاکستان سره به دتيرو وختونو پشان په راتلونکې کې هم دتندلاريتوب په څير په ستونزو نزدې مرسته دوامداره وي.
دگل په ورځ واشنگټن کې ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال دامريکا خارجه محکمې وياند جن ساکي دپاکستان په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل ميا نواز شريف پخپلو څرگندونو کې په ډاگه کړې ده چې هغه دپاکستان اؤ امريکا اړيکو ته څومره ارزښت ورکوي.
هغه وويل په پاکستان کې دحکومت جوړيدو وروستو به ددغه هيواد سره په بيلا بيلو معاملو په گډه دکار دوامداره ساتلو په اړه خبرې کوؤ.
دهغه وينا وه دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري دترهه گرۍ پشمول پاکستان سره په گڼو معامله اړيکې جاري ساتل غواړي.
پاکستان کې دترسره شوؤ انتخاباتو په اړه هغه وويل دپاکستاني اولس لخوا داچول شوؤ رائيو قدر کوؤ اؤ په جمهوري توگه مخې ته دراتلونکي حکومت سره په شريکه دکار کولو انتظار کوؤ.
هغه وويل چې دامريکا خارجه وزير جان کيري ميا نواز شريف ته په انتخاباتو کې دزياتو سيټونو په گټلو هغه سره داتوار په ورځ په ټيليفون خبرې کړي اؤ وئيلي يې دي چې دنوي حکومت سره کار کولو ته ليواله دي.
په پاکستان کې په 11مه مئ ترسره شوؤ انتخاباتو کې په قومي اسمبلۍ کې تر ټولو زياتې چوکۍ دميا نواز شريف په مشرۍ مسلم ليگ(ن) گټلي ، چې ددې سره دراتلونکو پينځوؤ کلونو لپاره په هيواد کې دهغه دحکومت دجوړيدو امکانات روښانه شوي دي.
This item is part of
XS
SM
MD
LG