لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا له پاکستانه اډې نه غواړي او «نه دا کار امکان لري» - پاکستانی چارواکی


لوړ پوړو پاکستاني چارواکو ویلي وروسته له هغه چې ټول نړیوال ځواکونه له جګړې ځپلي افغانستانه ووځي، پاکستان امریکا ته په رسمي ډول ویلي چې اسلام آباد به واشنګټن ته د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره پوځي اډې نه ور کوي، او د امریکې لخوا د دې مسئلې راپورته کیدل بند شوي دي.

د پاکستان د حکومت لوړ پوړو چارواکو، د وروستي لوړې کچې دوه اړخیزو خبرو په اړه، د سه شنبې په ورځ وایس اف امریکا سره د خبرو اترو ځینې تفصیلات د نوم د نه ښودلو په شرط شریک کړل ځکه چې دوی د رسنیو سره د ښکاره خبرو نه منعه کړی شوي دي.

چارواکو ویلي چې «هو، مونږ خبرې اترې کړي او موږ دوی (امریکا) ته ویلي دي چې موږ هیڅ ډول ترهګرې نه غواړو چې په کوم شکل کې هم وي، مګر اډې هیڅ ډول امکان نلري.»

وروسته له هغه چې د امریکا صدر جو بایډن د اپریل په میاشت کې اعلان وکړ چې ټول امریکایي ځواکونه به د ستمبر 11 نیټې پورې له افغانستان څخه وځي، د استخباراتو راټولولو لپاره اړین پوځي تاسیساتو جوړولو او د امریکا او ناتو له وتلو وروسته د ترهګرۍ ضد بریدونه ترسره کولو لپاره که جنګ ځپلي هیواد کې د القاعده او داعش خلاف د عملیاتو اړتیا ولري، نو دې لپاره د امریکا ملي امنیت ټیم اډو جوړولو لپاره سیمه ایز اتحادیانو سره خبرې پیل کړي دي.

پاکستاني چارواکي د نهې یا سه شنبې په ورځ وایس اف امریکا ته د دې خبرې پخلی کړی چې د امریکې د استخباراتي ایجنسۍ سي آی اې ډایریکټر ویلیم برنز په ناڅرګنده دوره د آپریل د میاشت په اخیره کې پاکستان ته راغلی وو چې هغه د آی اېس آی د مشر فیض حمید او د پاکستان د پوځ له مشر جنرل قمر جاوید باجوه سره روغه ورځ په ملاقات کې تیره کړې وه.

پاکستاني چارواکي چې د دې دورې په اړه معلومات لري، ویلي چې د سي آی اې او د پاکستان د پوځ مشر په ملاقات کې د اډوه خبره نه ده شوی.

پاکستاني‌ چارواکي وي او اې ته ویلي چې دواړه خواو د ترهګرۍ خلاف په همکاریو خبرې کړي دي. چارواکي زیاته کړې «مونږ ورته ویلي‌ چې پاکستان به ترهګرې سره په خپل طریقه جګړه کوي.»

یاده دې وي د امریکې د دفاع وزیر لایډ اسټن او د بهرنیو چارو وزیر انټني بلینکن، د پاکستان د پوځ د مشر سره وار په وار ټیلي فوني خبرې کړي دي. بلخوا تیره میاشت په جنیوا کې د امریکې د امنیت سلاکار جېک سولیوان د پاکستان د امنیت سلاکار معید یوسف سره هم ملاقات کړی و.

دواړو خواوو د دوی د لوړې کچې د ملاقاتونو ځینې تفصیلات خپاره کړي چې له وجې یې د خبرو د نوعیت او راتلونکي دوه اړخیزو اړیکو په برخه شکونه او اټکلونه راپورته کیږي.

ځینو رپورټونو حتی ویلي چې امریکا او پاکستان د پوځي اډو په اړوند یوې معاملې ته د رسیدو په حال کې دي.

دامریکا د قامي سلامتیا د مشاور جیک سولیوان نه د ګل/دوشنبې په ورځ په وایټ هاوس کې د مطبوعاتي کانفرنس په مهال کله وي او اې خبریالې په پاکستان کې د پوځي اډو په باب پوښتنه وکړه، نو ښاغلي سولېوان وویل هغه د امریکا پوځي او هوایي اډو په اړه د شویو خبرو اترو جزئیات نه شي ښودلی.

د امریکا د قامي سلامتیا مشاور وویل، «مونږ پاکستان سره په سفارتي، پوځی اؤ استخباراتي کچه خبرې کړې دي او دا خبرې افغانستان کې د القاعده، داعش اؤ نورو ترهګرو ډلو د بیا منظم کیدو او د هغوی د بریدونو د مخنیوي د پاره د امریکا د صلاحیتونو یا وړتیاو په باب وې.»

جیک سولیوان ویلي داسې خبرې یوازې تر پاکستان محدودې نه دي بلکې د سیمې د نورو ملکونو سره هم دا خبرې روانې دي.

XS
SM
MD
LG