لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سنېټر ګراهام په نوي بجټ کې پاکستان ته د امریکا د مالي امداد دفاع کړې ده


د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ دا دړکه ورکړې ده چې د کانګرس له اړخه د کروناوبا د اقتصادي اغېزو د رسیدګۍ دپاره ځانګړي شوي بجټ کې اصلاحات راوستل په کار دي، ګني نو دی به یې بېرته رد کړي. صدر ټرمپ د نهې/سې شنبې په ورځ په یو ویډیویي پیغام کې وویل چې په بېل/قانوني مسودې کې هسې بېځایه خرچې هم جمع کړی شوي دي چې باید له بجټ نه وایستل شي، لکه بهرني ملکونو سره د مالي امداد پیسې چې په دې کې پاکستان هم شامل دی.

صدر ټرمپ وویل چې کانګرس د امریکا د خلکو دپاره ډېر لږ مالي امداد په نظر کې نیولی، خو په کار ده چې بهرني ملکونو ته د مرستو نه او همدا شان د نورو غیرضروري پروګرامونو نه پیسې بچت کړی شي او په ځای دې دا پیسې د امریکا خلکو ته ورکړی شي چې د کرونا وبا له امله یې اقتصاد زیان لیدلی دی.

په هغه قانوني مسودې کې چې د امریکا کانګرس پاس کړی او تر اوسه صدر ټرمپ هغه ندی منظور کړی، نهه سوه (۹۰۰) بلینه ډالره د کروناوبا د اقتصادي اثراتو د کمولو دپاره او یو اعشاریه څلور (۱.۴) ټریلينه ډالره د حکومت د یو کال خرچې دپاره په پام کې نیول شوي دي.

د دې بجټ له مخې، په امریکا کې د کاروباریانو سره نغدي مرسته کیږي او همدا شان به هغو امریکاییانو ته چې آمد یې کم دی، شپږ سوه (۶۰۰) ډالره په یو ځل ورکړل شي. خو صدر ټرمپ وایي چې شپږ سوه ډالره کفایت نه کوي او کم از کم باید دوه زره (۲۰۰۰) ډالره خلکو ته ورکړی شي.

د پاکستان سره مالي امداد

په هغو ملکونو کې چې د امریکا د کانګرس لخوا په پاس شوي بجټ کې د مالي امداد یادونه یې شوې ده، یو هم پاکستان دی. که چېرته د امریکا خارجي امداد بند شي، نو په پاکستان یې هم اثر راتلی شي.

صدر ټرمپ په خصوصي توګه د پاکستان یادونه نده کړې، خو په عمومي توګه یې له بهرنیو ملکونو سره د مالي مرستو یادونه کړې ده. په همدې حال کې د صدر ټرمپ د رېپبلېکن ګوند یو سنېټر لېنډسي ګراهام د امریکا د خارجي مرستو په اړه د صدر ترمپ وینا ته په غبرګون کې، د دې مرستو دفاع کړې او په ځانګړي توګه یې د پاکستان یادونه کړې ده.

سنېټر ګراهام د امریکي له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي چې خارجي ملکونو ته د امریکا مرستې، د امریکا د ټولو اخراجاتو یوازې یو فیصد ٪۱ کیږي. د لیندسي ګراهام په وینا، "چین هر ځای ته لاس غځولی، مونږ (امریکا) ته په کار ده چې ورسره سیالي وکړو."

د یادونې وړ ده چې د امریکا په دې نوي بجټ کې پاکستان ته د جمهوریت د ترویج پروګرامونو دپاره پنځلس (۱۵) میلینه ډالره او د جېنډر یا جنسیتي برابرۍ د پروګرام دپاره لس (۱۰) میلینه ډالره ځانګړې شوي دي.

سنېټر ګراهام ویلي، "پاکستان داسې یو ځای دی چې زه په واقعي توګه ورته اندېښمن یم. په هغه ملک کې یوه ښځه د خپل خاوند د امضا نه بغیر، یو بنک اکاونټ هم نشي پرانېستلی، میراث لا نشي اخیستی. که تاسو په پاکستان کې یوه جینۍ اوسئ، نو ژوند مو ډېر سخت دی، نو زمونږ کوشش دا دی چې په ټولې نړۍ کې ښځو ته ژوند بهتره کړو."

د امریکا منتخب صدر جو بایډن چې تمه ده د جنوري په شلمه به د حکومت واک اختیار په لاس کې واخلي، د کانګرس لخوا د کروناوایرس اقتصادي اغېزو په مقابله کې د پاس شوي بجټ په اړه ویلي چې کله هغه واک ته ورسیږي، نو له امریکاییانو سره د نورو مرستو دپاره به بیا هم په نوي کال کې د بل بجټ د منظورېدو کوشش وکړي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG