لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستانی وزير پام کوي چې امريکا کې ښځې احترام نه لري


شهریار افریدی
شهریار افریدی

د پاکستان د کشمير کميټۍ مشر شهريار افريدي چې په عهده د مرکزي وزير برابر دی د امريکا په سفر دی او تېره ورځ يې يوه ويډيو خوره کړې چې پکې وايي راشئ د امريکې د خور لور حال په خپلو سترګو ووينئ.

شهريار افريدي د امريکا د نيويارک ښار کې په وېډيو کې ښودل کېږي او په خپله وینا کې داسې تاثر ورکوي چې په امریکا کې یا ښځې احترام نه لري او یا د کومې ګناه په حالت کې ژوند تېروي.

په وېډيو کې البته داسې يوه ښځه هم نه ښکاري چې يا وښیي چې کومه ګناه کوي او یا یې احترام ته زیان رسېدلی وي. په شپه کې جوړه شوې دغه ویډیو کې ګېر چاپېره یو څو ښځې او سړي د ګرځېدو په حالت کې ښکاري.

شهریار افریدی په نیویارک ښار کې
شهریار افریدی په نیویارک ښار کې

په ټوېټر او فيس بک تاوده بحثونه روان دي چې شهريار افريدي ځکه دا خبرې کوي چې هغه په ايرپورټ ودرول شوی او تلاشي شوی.

د شهريار افريدي د اردو لکچر ويډيو کلپ ژورنالسټ انصار عباسي د هغه په ملاتړ ټويټ کړی او ورسره يې په انګرېزۍ کې ليکلي “couldn’t agree more” مطلب چې هغه هم د ښاغلي افریدي د رای ملاتړ کوي.

په نيويارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډه پيل شوې چې د وزير اعظم عمران خان په ځای به ورته وزير خارجه شاه محمود قريشي وينا کوي اوامکان دا څرګنديږي شهريار افريدي د هغه د وفد برخه وي.

د نيويارک ښار په يوه برخه کې په سړک د نورو ملګرو سره روان شهريار افريدي په خپل روايتي انداز کې په زوره زوره وينا کوي چې دا مين هيټندی د انسانيت او انساني حقونو علمبردار “راشئ وګورئ دا د امريکا د لور حال دی دا د امريکا د خور حال دی”.

شهريار افريدي چې په پاکستان کې د پنجابۍ فلمونو د پخواني اداکار سلطان راهي په نوم هم ياديږي داسې ښکاري په اول ځل امريکا لا کومغربي هېواد ته تلی وي او د هغه ځای کلتور ورته ناروا لګېدلی وي.

د ځينې څيړونکو او د مدني ټولنې فعالينو په وينا د افريدي وينا د نرواکۍ يو ښکاره مثال دی ځکه هغه داسې يو اړخ ته مخ اړوي او په اشاره وايي“دا وګورئ دا هم د امريکا لور ده. دا به د چا لور وي د چا خور وي د چا مور وي”.

ښاغلی افريدي وايي چې د کوم دين منونکي يو او چې کوم زمونږ روايات دي نو هغه که بلوچ دی که سندهی که پنجابی دی که مهاجر که سرايکیدی که پښتون او که هزاروال دی که طالبان که ګلګيتی بلتستانی دی او که کشميری دی د خپلو مياندو خويندو قدر کوي.

د شهريار افريدي تحريک انصاف ګوند د ښځو د لباس په اړه په پاکستان کې ډېر د تنقيد سره مخ دی او لکه د افغان طالبانو د ښځو د ډرېس کوډپلوي دی.

وزير اعظم عمران خان څو ځله ويلي د ښځو کم لباس اغوستل په پاکستان کې د جنسي تېريو لامل دی چې په ولسي کچه يې غبرګون راپارولی اوپه عمران خان نيوکې شوي چې داسې بيانات خو جنسي تېري کونکو ته يو لايسنس ورکول دي.

تېره مياشت د لاهور په يو پارک کې درې څلور سوه تنه په يوه ويډيو کې ښودل کيږي چې په يوه ښځه د جنسي تېري کوښښ کوي او دغه ښځه د وجودد بيلا بيلو برخو نه رانيسي. پوليس وايي د نزدې څلور نامعلومه حمله کونکو خلاف يې مقدمه جوړه کړې ده.

دې نيوز انټرنيشنل او جيو ټي وي د تحقيق تر مخه په پاکستان کې هره ورځ 11 د جنسي تېريو کيسونه رپورټ کيږي چې په تېر شپږ کاله کې 22000 کيسونه پوليس ته رپورټ شوي. پوليس وايي دا شمېرې به نورې هم ډېرې وی خو د جنسي تېري يواځې 41% کيسونه رپورټ کيږي.

شهريار افريدي وايي دا په خپلو سترګو ليدلی حال دی دا مزکنی حقيقت دی او وايي “دا چې مونږ ته غټې غټې خبرې کوي او دا چې غټغټ مثالونه راکوي او لکچرې راکوي راشئ وګورئ د لوڼو يې څه حال دی”.

شهريار افريدی پوهيږي امريکا يو ازاد او جمهوري ملک دی د رای د اظهار ازادي ده او د امريکا په کلتور او د ژوند ژواک په طريقو تنقيد کولیشي نه چې لکه د زيد حامد په سعودي عرب کې په سياسي خبرو او تنقيد ونيول شي او بنديوان کړل شي.

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو شمېر غړي چې پکې د وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی علي وزير هم دی وايي د تقرير او تحرير دازادۍ په سر بنديوان شوي خو حکومتي چارواکي وايي ياد تحريک د پاکستان پوځ او نورو ادارو ته ناوړي ټکي کاروي لکه د مثال په توګه “داچې ترهګري ده، د دې په شا وردي ده” او د هغوی په نظر دا ملک سره غداري ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG